1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د آمریکا د امنیتي ځواکونو پر دوو اډو د طالبانو بریدونه

1fd94acc-89a8-48cd-8363-06cc99596a24
31 Aug 2020

د نیویاک ټایمزورځپاڼې د راپور پر بنسټ،په افغانستان کې د آمریکایي ځواکونو دوه اډې د طالبانو تر توغندیزو بریدونو لاندې راغلې دي.

دې ورځپاڼې د دوو امریکایي چارواکو له قوله لیکلي دي چې له دې توغندیو څخه یو یې د هیواد په سویل هلمند ولایت کې د افغان او امریکایي ځواکونو پر ګډ هوایي ډګر توغول شوی دی.

آمریکایي چارواکو دا برید د آمریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک نقض بللی دی.خو په هلمند کې د طالبانو یو قوماندان د آمریکایي پوځيانو پر اډو توغندیز بریدونه رد کړي دي.