په افغانستان کې د آکسیجن لومړنۍ د آریا تاپ تک ډلې له لوري چې د هرات پوهنتون د کمپیوترساینس پوهنځي له زدکړیالانو جوړه ده، جوړه شوې ده.
د هرات پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت ویلي دي چې دا دستګاه کولی شي په یوې دقیقه کې ۱۵ لیتره له ۶۵ څخه تر ۷۵ سلنې خالص آکسیجن تولید کړي.
د دې ډلې مشر عبدالخالق محمدي وايي چې له دې دستګاه څخه د بریښنا، بټرۍ او یا هم لمریزې بریښنا له لارې ګټه پورته کیدی شي.
ښاغلی مححدي زیاتوي چې د دې دستګاه له نورو وړتیاو د هوا او ګرد او غبار او نورو زیان لرونکو ګازو د درییو پړاونو چڼیدل دي چې کرونايي او نور نا روغان کولی شي ترې ګټه پورته کړي.