په څلورو وروستیو ورځو کې د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې درې برابره لوړ شوی دی.
د افغانستان د پیسو تر ټولو لوی مرکز(د شهزاده سرای) په ۲۰ وروستیو کالونو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بې مخینۍ ډيری خبر ورکوي او ټینګار لري چې اوس مهال د یوه ډالره بیه ۸۱،۸۰ افغانیو ته رسیدلې چې د تیرې اوونۍ په پرتله درې سلنه لوړ والی ښيي.
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې مرستیال حاجي دادګل وايي چې د امنیتي او سیاسي حالت بدتره کیدل، د بهرنیو پوځيانو وتل او په مرکزي بانک کې ناسمه مشري د پیسو په بازار کې د دې بدلونونو لاملونه دي.
د افغانستان د خونو د فدراسیون مرستیال میرویس حاجي زاده وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړیدو سره هم مهاله، د لومړنیو خوراکي توکو او نفتو بیه هم تر لس سلنې لوړه شوې ده.
له بلې خوا د کابل ښار د سرو زرو د پلورونکو ټولنه هم د تیرې اوونۍ په پرتله د سرو زرو د بیې له لوړوالي خبر ورکوي.
د ډالرو د بیې لوړیدل د هیواد په بازارونو کې په پیر او پلور مستیقمه اغیز لري او د لومړنیو توکو یو شمیر پلورونکي واويي، اوس مهال یوه بوجۍ بهرني اوړه د هیواد په بازارونو کې ۱۷۲۰ افغانۍ، یوه بوجۍ سیله وریژې ۲۱۰۰ افغانۍ، ۱۶ لیټره غوړي ۱۹۰۰ افغانۍ، یوه کیلو وچ چای ۳۶۰ افغانۍ، یو کیلو ګاز ۷۰ افغانۍ او لیتر تیل هم ۵۲ افغانۍ خرڅيږي.
مرکزي بانک بیا د افغانیو پیسو د ارزښت ټیټیدو په اړه څه نه وايي، خو مخکې له دې سیاسي او امنیتي حالت بدتره کیدل او افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې د لوړیدو له لاملونو ویل شوي دي.