1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د انساني ناورین د رامنځته کیدو هیښتیا

irc
02 Jun 2020

د ژغورنې نړیوالې کمیټې هیښتیا ورکړې چې د کرونا ویروس خپریدو، افغانستان له بشري ناورین سره مخ کړی.

 

دې کمیټې په یوې اعلانپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې په کوویډ-۱۹ اخته ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنه ناروغانو څخه، د بسیا شونتیاوو د نشتون له کبله ازمیښت نه اخیستل کیږي.

د دې کمیټې په اعلانپاڼه کې راغلي: “په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ له کبله له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنه ناروغانو ازمیښت د شونتیاوو د نشتون له کبله نه اخیستل کیږي او د کرونا ویروس په دې هیواد کې یوولس میلیونه وګړي د لوږې له لوړ ګواښ سره مخامخ کړي.”

په دې منځ کې، د ولسمشر لومړی مرستیال هم هیښتیا ورکوي چې افغانستان د کرونا ویروس د کړکیچ لوړه کچه تجربه کوي او د د وړاندوینو له مخې دا حالت به تر دوو میاشتو همداراز دوام ولري خو د روان کال تربایه به په افغانستان کې حالت عادي کیدو ته مخه کړي.

له بلې خوا، د سیمې د هیوادونو د مرستو پر دوام، روسیې هم د افغانستان له حکومت سره د روغتیايي توکو د لویې جوپې مرسته وکړه.

په افغانستان کې د روسیې سفیر، دمیتري الکساندروویچ ژیرنوف وویل: د روسیې هیواد دا کار د افغانستان له ولس سره د نیک او دوستانه چلند ښکارنده دی. د کرونا ویروس نړیوال کړکیچ دی چې نړیواله ټولنه باید په ګډه یې پر وړاندې مبارزه وکړي.

د رسمي شمیرنو پر بنسټ، اوس مهال په افغانستان کې په کوویډ-۱۹ ویروس د اخته کسانو شمیر، ۱۶ زره او ۵۰۹ تنو ته رسیدلی دی، چې له دې منځه ۲۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴۶۰ تنه هم روغ شوي دي.