| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په افغانستان کې د اوربند پر غځیدو د آمریکا او اوزبیکستان ټينګار
28 May 2020
آمریکا،افغانستان او اوزبیکستان تیره ورځ درې اړخیزه ناسته ترسره کړه.
د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډیویډ هیل،د هیواد د بهرنیو چارو وزارت واکپال محمدحنیف اتمر او د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز پرون (څلور نۍ د غبرګولي ۷/مې ۲۷) د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې د درې اړخیزو همکاریو پراختیا ترڅنګ د سیمه ییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.
د دې ناستې په ګډه اعلامیه کې چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې راغلي دي چې آمریکا او اوزبیکستان د اختر درې ورځيني اوربند د دوام او همدا راز ژر تر ژره افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل غوښتونکي دي.

د اختر په درییو ورځو کې په هیواد کې هیڅ راز امنیتي پیښه رامنځته نشوه.
اوس د اختر له پای څخه د دوو ورځو په تیریدو سره،یوازی په پروان او زابل ولایتونو کې دوه امنیتي پیښو راپور ورکړل شوی دی.دا په خپله په هیواد کې د تاوتریخوالو د پام وکړ کمښت ښکارنده ده.
طالبانو اعلان وکړ چې د دوی پنځه کسیز پلاوی د دې ډلې د بندیانو تخنیکي کړکیچ حل لپاره کابل ته راغلی دی او د ملي امنیت شورا هم د دې خبر پخلی کوي.
دوحې او کابل ته زلمي خلیل زاد سفر وروسته،داسې تر سترګو کیږي چې د بندیانو د خوشې کیدو پر وړاندې خنډونه له منځه تللي دي.
د حکومت او طالبانو د ۶ زره بندیانو خوشې کیدنه د آمریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه لیک کې له مهمو ټکو څخه دي چې په پایته رسیدو سره به یې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.خو له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د آمریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک یوه بله مهمه برخه ده.
که څه هم د آمریکا ولسمشر څو څو ځلي د خپل هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې له افغانستان څخه د ټولو آمریکایي سرتیرو پر تلو ټینګار کړی خو د دې هیواد پوځیان بیا بل څه وایي.
له افغانستان څخه د آمریکایي سرتیرو وتلو اړوند د ټرامپ له څرګندونو یوه ورځ وروسته د دې هیواد د دفاع وزیر ویلي دي چې دا کار پیاوړې لار نه ده.
