د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت استازی وایي چې مسکو ترجیح ورکوي چې ټول لوري د یوه انتقالي-ایتلافي حکومت په جوړیدو هوکړه وکړي؛ امریکا د دوحې د هوکړه لیک د نقض لپاره پلمې لټولو په هڅه ده.
د لنډمهالې ادارې جوړیدل او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، په وروستیو ورځو کې د افغانستان د قضیې په تړاو تاوده بحثونه دي.
که څه هم د افغانستان دولت تل له لنډمهالې ادارې سره خپل مخالفت اعلان کړی، خو په دې وروستیو کې روسیې د یوه ایتلافي دولت له جوړیدو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، د روسیې له سپوتنیک خبري آژانس سره په مرکه کې، “طالبانو ته د ټول واک سپارل مناسبه ندي بللي او ویلي چې مسکو ترجیح ورکوي چې ټول لوري د یوه انتقالي-ایتلافي حکومت په جوړیدو هوکړه وکړي.”
ښاغلي کابلوف زیاته کړې: “په لومړي پړاو کې، یو ایتلافي دولت ته اړتیا ده چې د دواړو لوریو د کنټرول ځواک او وړتیا ولري او د یوه بل مخنیوی وکړي.”
دا روسي چارواکی له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ټاکنه حتمي بولي، خو په افغانستان کې د حضور د دوام لپاره د امریکا د نوې ادارې پریکړه هم د دوحې د هوکړه لیک نقض یادوي.
دې روسي ډیپلوماټ ویلي: ” نوی دولت، پوځي اداره او نور هغه کسان چې په افغانستان کې پاتې کیدل غواړي، د پلمې په لټولو دي چې توضیح ورکړي چې ولی دو له طالبانو سره هوکړه لیک ترپښو لاندی کړي.”
کابلوف پر دوام وویل: “که نوی دولت د ځواکونو په نه شاتګ پریکړه وکړي؛ دا چاره له طالبانو سره هوکړه لیک نقضوي، چې د هیڅ لوري په ګټه نده… طالبانو مخکې له دې اعلان کړی چې، جګړه به وکړي.”
که څه هم ښاغلی کابلوف باور لري چې طالبانو له القاعدې شبکې سره خپلې اړیکې شلولي او دا شبکه اوس د سیمې لپاره ګواښ ندی؛ خو د افغانستان حکومت تل طالبان تورن کړي چې له نورو ترهګریزو ډلو سره یې پټې اړیکې ساتلې دي.
مخکې له دې د امریکا نوې ادارې هم طالبان د تاوتریخوالي د کمیدو او له ترهګریزو ډلو سره د اړیکو د شلولو اړوند په ژمن ماتونې تورن کړي دي.
له دې سره، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی د روانې زیږدیځې میاشتې ترپایه د امریکا، چین، روسیې او پاکستان د استازو ترمنځ د افغانستان د حالت په تړاو د ناستې د ترسره کیدو خبر ورکوي.