1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور؛ کابل، بجینګ او اسلام آباد د مسوولانه وتلو غوښتونکي دي

نیروهای-خارجی-افغانستان
08 Jul 2020

د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې ناستې په پای کې په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې بهرني پوځیان باید شرایطو او د ترهګرۍ نویو ګواښونو ته په کتو سره له افغانستان څخه بهر شي.

 

د افغانستان، پاکستان او چین هیوادونو ترمنځ د همکاریو درې اړخیزه ناسته چې د درې نۍ په ورځ (چنګاښ۱۷/جولای۷)، په آنلاین بڼه د کابل په کوربه توب ترسره شوه، ګډونوالو له امریکا او ناټو تړون څخه وغوښتل چې خپل ځواکونه د افغانستان د شرایطو له مخې او د ترهګرو د نوي ظهور د مخنیوي لباره بهر کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلانپاڼه کې راغلي: د ترهګرۍ د بیا ظهور د مخنیوي په موخه، درییو لوریو د شرایطو له مخې او مسووله توګه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په منظمه بهر تلو ټینګار وکړ، هوکړه یې وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، امنیتي همکاریو او د ترهګریزو ډلو  او هغو امنیتي شبکو پر وړاندې چې ګډ امنیت ګواښي، دریدا ته دوام ورکړي.

اوس مهال به هیواد کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ تنو ته رسیږي.

دا هیواد د دوحې د هوکړه لیک د پرمختیا لپاره، له افغانستان څخه خپل ځواکونه بهر کوي. په دې هوکړه لیک کې د طالبانو اساسي شرط، د دې ځواکونو بشپړ وتل دي او امرکیا د خپلو ځواکونو د بهر کولو په بدل کې، له طالبانو ژمنه اخیستې چې افغانستان به د هیڅ لویدیځ هیواد پر وړاندې ونه کارول شي.

سیاسي شنونکي، خیرالله شینواري په دې اړه آرزو نیوز ته وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پای د هیوادوالو پخوانۍ غوښتنه ده او طالبان او امرکیا هم د دوحې په هوکړه لیک کې په دې ټینګار کړی دی.

له دې سره، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته، حکومت تل دا ډله د نښتو په ډیرولو تورنه کړې او دا یې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل د ځنډیدو لامل په ګوته کړی.

نن (څلورنۍ، چنګاښ۱۸)، د بلخ او هرات یو شمیر اوسیدونکو هم په یوې اعتراضي راټولیدنه کې، د نښتو د ژر تر ژره پای غوښتنه کړې.

له دې سره، افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخو خبرو د پیل په درشل کی دی. د دوحې په هوکړه لیک کې د دې خبرو د پیل اساسي شرط، د حکومت (۱۰۰۰) او طالبانو (۵۰۰۰) بندیانو تبادله ده. د دې بندیانو د تبادلې د مهال غځیدو او د نښتو دوام، د سولې د بهیر پر وړاندې د بې باوریو د ډیریدو لامل شوی.