په افغانستان کې د ناټو مخکینی قوماندان دیوید پترویس وایې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اوږدمهاله حضور ته اړتیا ده.
ښاغلي پټرویوس له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي دي چې لاهم داسي شواهد چې طالبان دې له جګړو لاس په سر شي شتون نه لري له همدې کبله اړتیا ده ترڅو واشنګټن د خپلو ځواکونو یوه برخه په دې هیواد کې وساتي.
دا مخکینی امریکایې جنرال ټينګار کوي چې له ترهګریزو ډلو سره په مبارزه کې د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا لپاره غوڅ ملاتړ ځواکونه باید د دې ځواکونو روزنې او سمبالتیا ته دوام ورکړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي