د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي یو ځل بیا د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي چې تاوتریخوالو کم او د یوه بیړني اوربند په لور ګام پورته کړي.
ښاغلي خلیل زاد په غزني کې وروستۍ مرګونې پیښې په غبرګون کې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د داشان پیښو موخه نفاق اچول او له تاوتریخوالو د سولې د بهیر کمزوري کیدو کې ګټه پورته کول دي.
د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړی استازی ټينګار کوي چې له طالبانو سره د آمریکا هوکړه لیک،د افغانستان له دولت سره د آمریکا ګډې اعلانپاڼې او د سولې له بهیر او افغانانو ترمنځ خبرو څخه د نړیوال ملاتړ په شتون سره، جګړې او د افغانانو وژلو خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او دواړه لوري دې ژر تر ژره یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږي.