له قطر څخه باروي سرچینې وایې،د طالبانو ټول مشران هوکړې ته رسیدلي دي چې د ۷ ورځو لپاره د افغانستان په لویو ښارونو کې ستر بریدونه ترسره نه کړي او د تاوتریخوالي کچه هم راکمه کړي.
له نږدی دو اوونیو سلا مشورو وروسته،د طالبانو مشرانو هوکړه کړي چې د هیواد په لویو ښارونو کې د یوې اوونۍ لپاره چاودنو،ځانمرګي او یرغلیزو بریدونو څخه ډډه کوي او د تاوتریخوالي کچه هم راکموي.
په قطر کې خپلواک خبریال سمیع الله یوسفزي ویلي دي چې دا پریکړه د شهابالدین دلاور په مشرۍ د طالبانو درې کسیز پلاوي مشر له ځانه سره قطر ته وړې ده.
خو د طالبانو ډلې تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د سولې د انسټیټوټ مشر او له باوري سرچینو خلیل صافي په دې اړه وویل چې له امریکایانو سره د دې پریکړې له شریکولو وروسته،دواړه لوري د هوکړه لیک لاسلیک پر سر چنې وهي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبانو د جګړو،ځانمرګي بریدونو او چاودنو له دریدو سره هوکړه کړې چې بل خوا بیا بهرني ځواکونه او افغان امنیتي ځواکونه هم خپل شپني او هوایې بریدونه ودروي.
د دې سرچینې په آند، د دواړو لوریو ترمنځ نښتو او بریدونو راکمیدو په صورت کې به د سرتاسري اوربند لپاره لار هواره شي.
ښاغلي صافي زیاته کړه چې د طالبانو د دې اقدام پر وړاندې،امریکایانو هم ژمنه کړې چې خپل شپني عملیات دروي او نږدی ۵ زره طالبان هم له بندخونې آزادوي.
له دې سره،د سولې ستره شورا وایې چې طالبان او امریکایان په خپلو کې له ټولو مواردو پر سر هوکړې ته رسیدلي دي.
د سولې د سترې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد آرزو ټلویزیون ته وویل چې دواړه لورو له خپلو مشرانو سره سلا مشورو لپاره خبرې اترې درولې دي،هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو لپاره د اوربند اعلان ستونزمن کار دی.
له دې ټولو سره،د امریکا اوطالبانو ترمنځ خبرې اترې له درېو میاشتو ځنډ وورسته،تیر زیږدیز کال ډسمبر میاشت کې بیا پیل شوې،خو له یوې اونې وروسته بیا ودریدې.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي