1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پای د نړۍ ټینګار

large-grouping-of-international-flags-on-flagpoles-waving-outside
24 Jul 2021

امریکا، ناټو او اروپایي ټولنې یوه ګډه خبرپاڼه کې له دواړو لوریو غوښتل چې د تاوتریخوالي لوړې کچې ټیټولو سره، معنالرونکې خبرې پیل کړي.

د تیرې پنځنۍ او جمعې ورځو کې د ډیریو لویدیځو هیوادونو استازو د حکومت او طالبانو له پلاویو سره په جلا جلا توګه اړیکې لرلې دي. د دې اړیکو وروسته، امریکا، ناټو او اروپایي ټولنې، اروپا، فرانسې، آلمان، ایټالیا، ناروې او بریټانیا استازو په روم ښار کې په یوې ناسته کې د افغانستان د حالت اړوند خبرې وکړې.

د دې هیوادونو او سازمانونو استازو په پای کې یوه اعلانپاڼه هم خپره کړه.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوې وروستۍ سیاسي هوکړې ته لاسرسی به مهال ته اړتیا ولري له دې کبله، د افغانستان دولت او د طالبانو ډله دې د تاوتریخوالي لوړې کچې ټیټولو سره، معنالرونکې خبرې پیل کړي. چې د یوه اوربند لامل وګرځي.

په دې اعلانپاڼه کې له طالبانو هم غوښتل شوي چې خپل پوځي عملیات ودروي او ټول لوري باید له ملکي وګړو ساتنه وکړي او بشرپاله نړیوالو قوانینو ته خپلې ژمنې ته درناوی وکړي.

هغوی یو ځل بیا د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، جن ساکي ټینګار کړی چې سیاسي هوکړه په افغانستان کې یوازینۍ حل لاره ده.

هغې زیاته کړه: باور لرو چې سیاسي حل لاره په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ لاره ده. مونږ له حکومت سره بشرپاله مرستو، امنیتي ملاتړ او همداراز د روزنې په برخه کې مرستو ته دوام ورکوو. مونږ هغوی هم هڅوو چې د خپلو خلکو د ساتنې او دفاع لپاره اساسي ونډه ولوبوي.

د افغانستان دولت د خبرو له لارې د افغانستان د کړکیچ په هواري باور لري، نه د جګړې دوام.

له بلې خوا، د طالبانو د سیاسي دفتر  ویاند هم وایي چې دوی له سیاسي لارې د افغانستان د کړکیچ هواري ته ژمن دي.

له دې سره، جمعې ورځې ماښام هم د افغانستان او امریکا ولسمشرانو په یوې ټلفوني اړیکه کې، د کابل- واشنګټن ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ همداراز ویلي چې په دې ټلفوني اړیکه کې، دواړو لوریو د سولې په بهیر او امنیت هم خبرې کړي.

دې سره چې کورنیو لوریو او همداراز سیمه ییز او نړیوال لوبغاړي د خبرو لارې د افغانستان د کړکیچ په هواري ټینګار لري، خو د هرې ورځې په تیریدو سره د خبرو په میز کې د دواړو لوریو واټن ډيریږي.