1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمیدو د امریکا د دفاع وزیر ټینګار

163281282_3784674304942117_5379943486042060763_n
22 Mar 2021

د امریکا د نوي حکومت د کار له پیله وروسته، لوید آستین د دې هیواد تر ټولو لوی لومړنی چارواکی دی چې له کابل څخه لیدنه کوي.

 

د امریکا د دفاع وزیر د یوې نۍ په ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته راغی او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې له ولسمشر غني سره ولیدل.

صدا: د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال په دې تړاو وویل: “په دې لیدنه کې، ولسمشر غني او د امریکا د دفاع وزیر د امنیتي او دفاعي سرتیرو له قربانیو ستاینه وکړه. دواړو لوریو د تاوتریخوالي په کمیدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان د اوسني حالت یوازینۍ حل لاره، تلپاتې او پایښت لرونکې سوله ده.”

ښاغلي آستین له کابل څخه د ستنیدو پرمهال په یوه ټوییټ کې وویل، هغه معلومات چې ده په دې سفر کې ترلاسه کړي، د امریکا له حکومت سره به د حالاتو د ارزونې په برخه کې مرسته وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر هغو خبریالانو ته چې له هغه سره په دې سفر کې ملتیا کوله، وویل چې کابل ته یې د سفر موخه، د ولسمشر غني د لیدلوریو ترلاسه کول وو. هغه د تر ټولو مهمې سکالې اړوند چې د ځواکونو د وتلو بحث دی، هیڅ جزییات ورنکړل، خو دومره یې وویل چې دا پریکړه د ولسمشر بایډن واک دی.

ښاغلي آسټین یاده کړه: “ما پیغام نه درلود او ولسمشر ته مې هیڅ پیغام ورنکړ؛ خو ډیر مې غوښتل چې له هغو واورم او پوه شم چې د هغو اندیښڼې څه دي او لیدلوری یې څه دی. ما د دې چانس درلود چې له هغو واورم چې ډیر مرسته کوونکي وو. د ځواکونو د وتلو لپاره د مهال ټکالو په تړاو، دا زما د مشر کاري حوزه ده.”

خو هغه د تاوتریخوالي کچه لوړه ویلې او ټینګار یې کړی چې د تاوتریخوالي د کچې ټیټوالی کولای شي پر حالت مثبت اغیز ولري. هغه څه چې د ښاغلي آسټین په وینا، امریکا یې غوښتونکې ده.

ښاغلي آسټین زیاته کړه: “غواړم ووایم، دا روښانه ده چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او مونږ د دې غوښتونکي یوو چې د تاوتریخوالي کمښت ووینو. زه فکر کوم که تاوتریخوالی لږ شي، کولای شي د ډیپلوماټیک کار لپاره شرایط ښه کړي.”

د امریکا دا لوړپوړی پوځي چارواکی په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې تمه ده تر څو ورځو، ترکیه د افغانستان اړوند د مهمې او برخه لیک ټاکونکې ناستې کوربه اوسي.

په امریکا کې ډیرۍ ځیرنه د ځواکونو د بهر کولو یا ساتلو پر پریکړې دی. لا دا چاره نده روښانه شوې چې امریکا تر یوې نیمې میاشتې لنډه موده کې خپل ځواکونو له افغانستان څخه بهر کوي، که نه؛ خو طالبانو مخکې له دې هیښتیا ورکړې چې د مې تر لومړۍ د ځواکونو د ونه وتلو د پایلو مسوولیت د امریکا پرغاړه دی.