1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمیدو د ناټو ټینګار

Ek57wqRXEAAsQia
22 Oct 2020

ناټو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت غوښتنه وکړه.

د ناټو ستر منشي ینس استولتنبرګ د څلورنۍ په ورځ (تلې۳۰/اکتبر۲۱) په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د ناستې په څنډه کې وویل چې طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او د تاوتریخوالي په کمیدو د اوربند لپاره لاره هواره کړي. هغوې باید خپلې اړیکې له القاعدې او نورو ترهګریزو ډلو سره پړې کړي او په ښه نیت سره خبرې اترې وکړي.

د ناټو ستر منشي همدا راز ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ناټو پوځي حضور په برنامه کې هر ډول بدلون به د شرایطو پر بنسټ وي.

هغه همدا راز تر ۲۰۲۴ زیږدیز کاله د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د ناټو او غړو هیوادونو د مالي ملاتړ د ژمنو له تکراره خبر ورکوي.

په همدې حال کې د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي همداشان د جګړو له ښکیلو خواوو غوښتي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د بریا لپاره هڅې ګړندۍ کړي او ژر تر ژره له جګړې او ورور وژنې څخه لاس په سر شي.

ښاغلي کرزي په تخار ولایت کې د طالبانو لخوا د لسګونو امنیتي ځواکونو وژنه غندلی او اوسنۍ تحمیل شوی جګړه افغان وژنه بولي.