1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده

03e26015-0001-4ca4-b932-a28c4301bd2f
09 Feb 2021

د امریکایي د مرکزي ځواکونو قومندان وایي چې طالبانو تاوتریخوالي، موخه ییزو وژنو او د امنیتي سرتیرو پر وړاندې بریدونو ته زور وکړی؛ امریکا د طالبانو کړنې څاري.

 

د امریکا د مرکزي پوځ قومندان جنرال کنت مککنزي د منځني ختیځ انسټیټوټ سره په مجازي مرکه کې وایي چې په افغانستنا کې د تاوتریخوالي کچه خوراه لوړه ده.

هغه وویل: “طالبان همهداراز په ټول هیواد کې تاوتریخوالي او موخه ییزو وژنو ته زور ورکړی او د افغانستان امنیتي سرتیرو پر وړاندې یې پر له پسې بریدونه کړي دي. په داسې حال کې چې هغوی ډیرۍ د متحده ایالتونو په مشرۍ د ایتلاف ځواکونو په واحدونو له بریدونو ډډه کړې، په رښتیا هم د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده.”

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نوې ادارې تل د دوحې د هوکړه لیک د ارزولو خبر کړې او له دې سره هم مهاله یې، طالبان د بریدونو د ډیریدو عاملین بللي.

د امریکا دا پوځي چارواکي ټینګار کوي چې واشنګټن د طالبانو په کړنو څارنه لري.

مککنزي یادونه وکړه: “مونږ د طالبانو کړنې تر نظر لاندې لرو او نوې اداره له طالبانو سره د فبرورۍ میاشتې د هوکړې په برخه کې ژوره لیدنه ولري. یو شمیر عناصر په دې هوکړه لیک کې ذکر شوي چې طالبان یې باید پر بنسټ عمل وکړي. ټول په دی نظر دي چې یوې سیاسي حل لارې ته د رسیدو تر ټولو غوره لار، خبرې دي.”

له بلې خوا د امریکا د دفاع وزارت ویاند، جان کربي ویلي چې اوس مهال د بایډن اداره د دوحې هوکړه لیک ارزوي.

هغه په یوې خبري ناسته کې وویل: “مونږ د دې هوکړه لیک بیا ارزولو ته دوام ورکوو چې وګورو لوريو په هغه څه چې هوکړه کړې ولاړ وو. د ځواکونو په تړاو تراوسه هیڅ پریکړه نده شوې.”

که څه هم د دوحې د هوکړه لیک یوه مهمه برخه تر مې میاشتې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل وو، خو د امریکا د پوځ د مرکزي سرتیرو قومندان ټینګار لري چې واشنګټن اوس مهال په افغانستان کي خپل ځواکونه ساتي او په افغانستان کې د پریکنده ملاتړ ماموریت په څوکاټ کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.