د دې محکمې د فرمان پر بنسټ، د افغانستان په جګړه کې د امریکايي ځواکونو او نورو اړخونو کړنې باید وڅیړل شي.
نړیوالې جنایي محکمې نن (پنځنۍ، د کب پنځلسمه/د مارچ پنځمه)، هوکړه وکړه چې په افغانستان کې د جګړه ییزو جنایتونو اړوند څیړنې پیل شي.
د دې محکمې د حکم پر بنسټ، هغه اټکلیز جرمونه چې د ۲۰۰۳ کال د مې میاشتې له لومړۍ نیټې راپدیخوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او نورو وسله والو نښتو کې د ښکیلو ډلو لخوا ترسره شوي، باید وڅیړل شي.
د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې قاضي، پیوتر هوفمانسکي په دې اړه وویل: د نړیوالې جنایي محکمې د استیناف خونه، دې څیړنو ته جواز ورکول مناسب بولي، زمونږ څارنوال اجازه ترلاسه کړې چې د ۲۰۰۳ کال راپدیخوا په افغانستان کې د جرمونو اړوند څيړنې پیل کړي. همداشان زمونږ څارګر د هغو وسله والو جرمونو د څیړلو اجازه لري، چې له دې جرمونو سره ضمیمه دي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په هیواد کې د جګړه ییزو جنایتونو د څیړنې اړوند د نړیوالې جنایي محکمې له پریکړې هرکلی کړی دی.
د ګزارشونو پر بنسټ، تراوسه نړیوالې جنایي محکمې ته په تیرو دوو لسیزو کې د یو میلیون او ۷۰۰ زره قربانیانو په استازولۍ نږدې ۷۹۴ شکایتونه رسیدلي دي.
آرزو نیوز