| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي کم ساری ډیروالی؛ مشرانو جرګه د جګړې د کړنلارې د بدلون غوښتنه وکړه
13 Jun 2021
یو شمیر سناتوران وایي چې طالبانو د جګړې نوښت په لاس اخیستې او د هرې ورځې په تیریدو سره، د دې ډلې خوځښتونه ډیریږي؛ حکومت باید جګړه ییزه کړنلاره بدله کړي.
د جګړې اوسني حالت دوام او د افغانستان د امنیتي حالت خرابیدل؛ د مشرانو جرګې په نننۍ (یوه نۍ، غبرګولي درې ویشتمه) ناسته کې جدي اندیښنه وه.
د مشرانو جرګې یو شمیر غړي اوسنې حالت په تیرو کلونو کې کم ساری بولي؛ د دوې په اند دمګړۍ طالبانو د جګړې نوښت په لاس اخیستې دی.
د مشرانو جرګې غړي، نادر بلوچ په دې ناسته کې وویل چې “د افغانستان جګړه په سمه توګه نه مدیریت کیږي.”
د هغه په وینا، اوس مهال طالبان د عمل نوښت په لاس لري، باید د جګړې مدیریت منظمه شي او له تجربه لرونکو پوځيانو ګټنه وشي.
د مشرانو جرګې د دفاعي چارو کمیسیون مشر، هاشم الکوزي هم په دې ناسته کې وویل چې اوس مهال په ګڼو ولایتونو کې جګړه روانه ده او هره ورځ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوړي.
هغه زیاته کړه: “حکومت د امنیتي سرتیرو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې پاملرنه نکوي. د امنیت شورا په دې درییو کلونو کې څه لاسته راوړنه لرلې؟ د شپږ نیمو بجو ناستو هم هیڅ لاسته راوړنه نده لرلې… دا حالت د منلو ندی. که امنیتي مسوولین دې حالت ته د رسیدنې وس نلري، دندې دې پریږدي.”
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال، محمد علم ایزدیار، د موخه ییزو بریدونو د ډیروالي پایله د هیواد لپاره خطرناکه بولي.
ښاغلي ایزدیار زیاته کړه: “که د موخه ییزو بریدونو مخنیوی ونشي، افغانستان ته خطرناکه پایلې ولري. حکومت باید د دې پيښو مخنیوی وکړي او عاملین یې ونیسي.”
په دې ناسته کې د مشرانو جرګې مشر، په هیواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د امنیتي بنسټونو په کړنلارې نیوکه وکړه.
فضل هادي مسلمیار وویل: “امنیتي بنسټونو په هغو مسوولیتونه چې لري سم عمل ندی کړی؛ له ولسمشر څخه غواړو چې د نوې کړنلارې په سوچ اوسي.”

یو شمیر نور سناتوران بیا روانه جګړه نیابتي بولي او له امریکا او نړیوالې ټولنې غواړي ترڅو په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره په پاکستان او طالبانو فشارونه ډیر کړي.
د مشرانو جرګې غړې، انارکلي هنریار، نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې وویل: “د افغانستان د جګړې پر وړاندې چوپ مه اوسئ، مونږ هره ورځ قربانۍ ورکوو، ولې نړیواله ټولنه چوپه ده.”
هغې زیاته کړه: ” که نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي نو په پاکستان باید فشار راولي چې نیابتي جګړه پایته ورسیږي.”
د مشرانو جرګې بل غړي، رحمت الله اچکزي هم په هیواد کې د جګړې د پایته رسیدو لپاره پر پاکستان د فشار غوښتنه وکړه.
له دې سره، د مشرانو جرګې مشر له طالبانو سره د امریکا هوکړه د اوسني حالت اصلي لامل په ګوته کوي.
هغه یادونه وکړه: “د امریکا او طالبانو هوکړه عادلانه نه وه، دا کار بې شرمانه وو. اوسنی حالت د هغوی د هوکړې پایله ده. هر ډول بده پایله به د امریکا پر غاړه وي.”
د جګړې له زور اخیستو او د اوسني حالت دوام څخه اندیښنې په داسې حال کې څرګندیږي چې داسې ورځ نده چې د هیواد په ښارونو او ولسوالیو کې د جګړې او تاوتریخوالي لمن، له پوځیانو او ملکي وګړو قربانۍ وانخلي.
په تیرې یوې شپې او ورځ کې هم سیمه ییزو سرچینو د فراه په څلورو ولسوالیو او د کندز په علي آباد ولسوالۍ کې د طالبانو د خوځښتونو خبر ورکړی دی.
