د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون موندنې ښيي چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وسله والو نښتو پرمهال، یو زرو او ۲۱۳ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو زرو او ۷۴۴تنه هم ټپیان شوي دي.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اړوند خپلې نوې موندنې رسنیزې کړې.
دې کمیسیون د روان زیږدیځ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دتیر کال د همدې مودې په پرتله، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ۱۱سلنه کموالي خبر ورکړی دی.
د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال، نعیم نظري نن (درې نۍ، چنګاښ۲۴/جولای۱۴)، په یوې ناسته کې وویل چې په دې موده کې ۸۸۰ بیلابیلې امنیتي پيښې شوي چې په هغه کې یو زرو او ۲۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو زرو او ۷۴۴ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې چې په منځنۍ توګه په ورځ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۱۶تنه یادوي، خو ټینګار کوي چې په دې موده کې ډیر ماشومان او ښځې زیانمنې شوي.
ښاغلي نظري زیاته کړه: په دې موده کې د د هوایي، ځمکنۍ او شپنیو بریدونو پرمهال ملکي مرګ ژوبله کمښت ښایي؛ خو د ځای پرځای شویو ماینونو د چاودنو په پایله کې مرګ ژوبلې ۷سلنه ډیروالی ښيي
د دې ګزارش له مخې، د طالبانو له لورې په ځانمرګو بریدونو کې ۴۶ سلنه کموالی راغلی؛ خو د داعش له لورې دوه برابره ډیروالی ښيي.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون موندنې د ملکي مرګ ژوبلې عاملین، ۴۸.۵ سلنه طالبان، ۲۶ سلنه ناڅرګنده کسان، ۱۵.۵ سلنه حکومتي ځواکونه، ۶.۳ سلنه داعش ډله او ۲.۳ سلنه هم بهرني پوځیان پيژندل شوي.
په همدې حال کې، د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په یوې خبري ناسته کې یو ځل بیا طالبان په هیواد کې د جګړې عاملین وبلل او ټينګار یې وکړ چې دې ډلې تاوتریخوالی ډیر کړی دی.
مخکې له دې بیا د طالبانو ډلې، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د حکومتي ځواکونو خوځښتونه، د بریدونو د ډیریدو لامل په ګوته کړی وو.