1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د جګړې دوام؛ طالبانو د سولې لپاره هیڅ ګام ندی اوچت کړ

سرپرست ریاست امنیت
10 May 2020

د ملي امنیت ریاست واکپال وایي، چې طالبانو تراوسه له نورو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې ندي شلولي او لا هم د جګړې د پراخیدو لپاره په سرتیرو ټولولو بوخت دي.

 

د طالبانو د بریدونو ډیریدل او د روژې په مبارکه میاشت کې د امنیتي حالت خرابیدو؛ مشرانو جرګه دې ته اړ ایستله چې ځانګړې امنیتي ناسته جوړه او ستر پوځي چارواکي وروغواړي.

سناتورانو په نننۍ ناسته کې (یوه نۍ، غوایي ۲۱/مې۱۰)، د حاضرو شرایطو له مخې د امنیتي حالت د خرابیدو له کبله خپلې اندیښنې وښودې.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، محمدعلم ایزدیارد، په دې ناسته کې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د حکومت او امنیتي بنسټونو د دریځ د روښانیدو غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې د طالبانو له لورې د جګړې ډیریدو او په دې تړاو د امریکا بېطرفۍ ته په کتو سره، امنیتي بنسټونه باید خپل دریځ غوره او خلک له اوسني حالت څخه وژغوي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست واکپال، احمدضیا سراج په دې ناسته کې وویل چې افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته، طالبانو په هیواد کې د سولې ټینګیدو ته هیڅ لیوالتیا نده ښودلې.

ښاغلي سراج همداراز زیاته کړه چې طالبانو تراوسه له هیڅ ترهګریزې ډلې سره اړیکې ندي شلولي او په سرتیرو ټولولو بوخت دي.

هغه وویل: “طالبانو له دې هوکړه څخه ډیره تبلیغاتي ګټنه کړې ده چې خپل جنګیالي منسجمه او جلب و جذب کړي. طالبان لا هم پوځي ځواک له لارې واک ته د رسیدو په سوچ دي.”

د هیواد د امنیتي بنسټونو اطلاعات ښایي چې طالبانو د روان کال د اوري میاشتې د غوایي میاشتې تر پنځلسمې، دوه زره او ۲۷۲ بریدونه ترسره کړي.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال، محمد یاسین ضیا هم په دې ناسته کې خبرې کولې او د سیمي هیوادونه یې د افغانستان په ناکراره کولو تورن کړل.

ښاغلي ضیا همداراز وویل چې امنیتي سرتیرو په لومړي پړاو کې د طالبانو پر وړاندې له نرمۍ کار واخیست، خو د هیواد پوځیان اوس د فعاله دفاع په حالت کې دي.

هغه زیاته کړه: “د دې لپاره په دفاعي حالت کې راغلو چې ملامت نه شوو او ونه وایي چې جګړه د حکومت په ګټه ده او حکومت جګړه غواړي. خو اوس د فعالې دفاع په حالت کې یوو؛ یعنې د دښمن د برید وړاندې مونږ برید کوو.”

په دې ناسته کې؛ د کورنیو چارو وزارت واکپال، مسعود اندرابي یو ځل بیا طالبان د جګړې په ډګر کې ماته خوړلي وبلل.

ښاغلي اندرابي داډ وسپاره چې طالبان د مخامخې جګړې وس نلري او د دې ډلې له جنګیالیو یې وغوښتل چې له جګړې لاس په سر شي.

له دې سره، د تاوتریخوالي کمښټ او د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل، په هیواد کې سولې ته د رسیدو لپاره د امریکا و طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مهمو موادو څخه وو خو حکومت تل ویلې چې طالبانو تاوتریخوالی کم کړی ندی او دې ډلې په تیره یوه اوونۍ کې ۲۵ ملکي وګړي وژلي او ۷۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو بیا د هیواد د ملي امنیت د شورا دا ادعا رد کړې ده.