د ولسي جرګې یو شمیر غړي، د جګړې له ښکیلو لوریو غواړي چې په هیواد کې له کوویډ-۱۹ سره د جدي مبارزې لپاره، اوربند وکړي.
د کرونا ویروس خپریدو سره سم، د هیواد په بیلابیلو برخو کې د جګړو ډیریدو، له دې وژونکي ویروس سره مبارزه ستونزمنه کړې ده.
په پارلمان کې د خلکو یو شمیر استازي، د جګړې له ښکیلو لوریو غواړي چې د کرونا ویروس ګواښ ته په کتو سره له جګړې لاس په سر او اوربند اعلان کړي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې، شینکۍ کړوخیل په دې اړه آرزو ته وویل چې په هیواد کې د جګړو دوام، له کوویډ-۱۹ سره د مبارزې بهیر ستونزمن کړی او په هیواد کې بیړنۍ اړتیا ده چې جګړه پای ومومي.
د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون غړي، میرحیدر افضلي هم په دې اړه وویل چې اوس مهال د افغانستان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او د نښتو دوام به په هیواد کې له دې ویروس سره د مبارزې پر وړاندې لوی خنډ وګرځي.
ښاغلي افضلي زیاتوي چې د دفاع وزارت دې کمیسیون ته ویلي چې د جګړو د دوام په صورت کې، امنیتي ځواکونه به له دفاعي حالته بهر شي.
له بلې خوا، د ملي دفاع وزارت منلې چې د طالبانو د بریدونو د دوام په صورت کې، امنیتي ځواکونه به هم له دفاعي حالته بهر شي.