1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د جګړې ډیرښت؛ د خبرو له بهیر څخه د مشرانو جرګې نهیلي

سنا-1536x858
01 Nov 2020

په هیواد کې د جګړو او تاوتریخوالي ډیروالي او په لړ کې یې د زرګونو کورنیو بېځایه کیدل، د مشرانو جرګې له غبرګون سره مخامخ شول.

 

مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې (یوه نۍ، لړم لسمه)، د وروستیو جګړو په پایله کې د لسګونو پوځي او ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکولو او د زرګونو تنو بیځایه کیدو له کبله اندیښنې ښودلو سره، د سولې د خبرو د بهیر د دوام له کبله نهیلي ښودلې.

د مشرانو جرګې مشر، فضل هادي مسلمیار په دې ناسته کې وویل: د کندهار، ارزګان او هلمند ترڅنګ، د یو شمیر نورو ولایتونو امنیتي حالت هم د اندیښنې وړ دی. د دې جګړو په پایله کې یو شمیر هیوادوال مو بېځایه شوي او د سړوښې موسم رارسیدو سره هره ورځ یې ستونزې په ډیریدو دي.

هغه همداراز له حکومت څخه وغوښتل چې له دې کورنیو سره مرسته وکړي.

د مشرانو جرګې د دفاعي چارو د کمیسیون مشر، محمدهاشم الکوزي هم په دې تړاو وویل: د دوحې د هوکړه لیک لاسلیک سره، د افغانستان خلکو به هیواد کې د سولې او اوربند لپاره هیله لرله، خو هره ورځ جګړه ډیریږي او له خلکو قربانۍ اخلي.

مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او شمیر کمیدو اړوند هم اعلانپاڼه خپره کړه.

په دې اعلانپاڼه کې راغلي چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې لاسلیک سره، د جګړې د پایته رسیدو لپاره د خلکو هیلې ډيرې شوې؛ خو نه یواځې چې جګړه پایته وریسده، بلکې په قطر کې د سولې د خبرو د پیل وروسته، طالبانو د تاوتریخوالي کچه اوچته کړه.

مشرانو جرګې د افغانستان له حکومت څخه هم وغوښتل چې د افغانستان اړوند د امریکا د وروستیو پریکړو په تړاو، د فعاله ډیپلوماسۍ په ګټنې، د امریکا دولت ته د کابل- واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پر بنسټ د افغانستان دولت او امنیتي سرتیرو دوام لرونکي ملاتړ لپاره قناعت ورکړي.

سناتورانو د افغانستان دولت ته وړاندیځ وکړ چې سولې ته د رسیدو او د قطر د خبرو د پایلې ترلاسه کیدو لپاره، د اسلامي هیوادونو د سازمان، ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په منځګړیتوب، سیمه ییزه او نړیواله ټلواله جوړه کړي.

د دې اعلانپاڼې پر بنسټ، امریکايي ځواکونه د خپلو اډو د پرې ایښودلو مخکې، تاسیسات ویجاړوي او خپل پوځي وسایط او تجهیزات هم ویجاړي او یا یې پاکستان ته لیږدوي.

مشرانو جرګې د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې په دې اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي او د هیواد امنیتي سرتیرو ته د دې تجهیزاتو او وسایلو د سبارلو اړوند د هغو قناعت ترلاسه کړي.

مشرانو جرګه په داسې حال کې دا غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې یو شمیر انځورونه خپاره شوي چې بهرنيو ځواکونو په کندهار او پګرام کې د خپلو اډو برخې سوځولي او یو شمیر زغره وال وسایط یې هم پاکستان ته لیږدولي دي.