1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د خبریالانو د موخه ییزو وژنو په پای د بې پولې خبریالانو ټینګار

media-1536x1023-1
07 Jan 2021

د بې پولې خبریالانو سازمان، ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال بللی او له حکومت څخه یې غوښتي چې د خبریالانو د امنیت د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.

 

دې سازمان نن (پنځنۍ، مرغومې اوولسمه)، په غور ولایت کې د سیمه ییز خبریال بسم الله عادل ایماق ترور ته ګوتڅنډنې سره ویلي چې دی پنځم خبریال وو چې په تیرو دوو میاشتو کې وژل کیږي،

د بې پولې خبریالانو سازمان همداراز ویلي چې د سولې خبرو سره هم مهاله، په افغانستان کې د خبریالانو او سیمه ییزو خبریالانو پر وړاندې ګواښ او تاوتریخوالی ډیروالی ښيي.

د دې سازمان د اعلانپاڼې پر بنسټ، په تیرو دوو کلونو لږه موده کې، په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۰۰ خبریالان او مدني فعالان وژل شوي دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان همداراز ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو د وژنې د پایته رسیدو لپاره ټولې نړیوالې حق غوښتونکې لارې به وڅاري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې، په هیواد کې د رسنیزو کارکوونکو او مدني فعالانو موخه ییزې وژنې ډیرې شوې دي.