افغانستان په داسې حال کې د خبریالانو ورځ نمانځي چې خبریالان له ډیریدو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د کب ۲۷، یا د خبریالانو ملي ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې نمانځل کیږي چې د خبریالانو د مرکز د موندنو پر بنسټ، په روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ۲۱ سلنه ډیروالی راغلی دی.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز اجرایي مشر، احمد قریشي، نن (درې نۍ، د کب ۲۷)، په یوې ناسته کې وویل چې د خبریالانو د مرګ ژوبلې په شمیر کې ټیټوالي سره سره، تاوتریخوالی ډیروالی ښيي.
هغه زیاته کړه، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې، درې خبریالانو او دوو رسنیزو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ نور خبریالان هم د ترهګریزو او جنایي پيښو په پایله کې ټپیان شوي دي.
د دې بنسټ د ګزارشونو پر بنسټ؛ په دې موده کې د ترسره شویو تاوتریخوالو له ډلې، په ۱۴ پيښو کې طالبان، شپږو پيښو کې ناڅرګنده وسله وال او په دوو پيښو کې هم د داعش ډله تورنه پيژندل شوې.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز اجرایي مشر همداشان وویل، د خبریالانو پر وړاندې ۱۱۶ تاوتریخوالي چې ګواښونې، سپکاوی او وهل او ټکول په کې شامل دي، ثبت شوي چې اته پيښې د دولتي چارواکو، درې پيښې د پوځ او د یوې پیښې عاملین هم د ولسمشر ساتونکي دي.
دې بنۍټ د خبریالانو د ورځې په پار، د کال د غوره خبریالانو اووم پړاو هم ترسره کړ چې په دې سیالیو کې، د سرور یا د ټاکنو د اطلاعاتي بانک اړون د آرزو د خبریال میلاد سیار ګزارش، د کال د لسو غوره ګزارشونو په ډله کې راغی.
د دې سیالیو ډالۍ او ځانګړي ستاینلیکونه، نن د سترو حکومتي چارواکو په حضور، د کال لسو غوره خبریالانو ته ورکړل شوې.
له دې سره، اطلاعاتو ته د بشپړ لاسرسي نشتون، لا هم په افغانستان کې د خبریالۍ د کار پر وړاندې بنسټیز خنډ دی چې ورځ په ورځ د دې ستونزې لمن په غځیدو ده.