| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په افغانستان کې د پوځي حضور پر دوام د آمریکا د دفاع میخکېنیو وزیرانو ټینګار
02 Mar 2021
د ټرامپ د ادارې د دفاع وزیر مارک اسپیر، ویلي دي چې سپینه ماڼۍ دې پر طالبانو د لا ډیر فشار راوستلو لپاره، په افغانستان کې خپل سرتیري وساتي.
واشنگتن اگزمینر راپور ورکړی دی چې د ټرامپ د دورې د دفاع وزیر مارک اسپیر او د اوباما د ادارې د دفاع وزیر رابرت ګیتس د جوبایډن ادارې ته سپارښتنه کړې چې پر طالبانو دې د لا ډیر فشار راوستلو لپاره، په افغانستان کې پاتې شي.
دوی ټینګار کړی دی چې سپینه ماڼۍ نباید د دوحې د هوکړه لیک پربنسټ، تر مې میاشتې خپل ټول ځواکونه له دې هیواده بهر کړي.
د ټرامپ د ادارې د دفاع وزیر مارک اسپیر د بروکینس په ټولنه کې په خپلو ویناو کې وویل چې له طالبانو سره په ژمنه کې د وتلو مخ آړ دا وو چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
هغه زیاته کړه: “ مونږ د دوحې په هوکړه لیک کې په ښه نیت سره عمل کړی دی، خو دا باید ووایم چې طالبانو عمل نه دی کړی. د دې هوکړې یوه مهمه برخه د تاوتریخوالو کمښت د افغانستان له حکومت سره خبرې اترې او له القاعدې شبکې سره د اړیکو پرې کیدل دي.”

مارک اسپیر چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په نومبر میاشت کې د دونالډټرامپ له لوري ګوښه شو. د خپلو ویناو پر دوام یې وویل: “ د خپل کار په وروستیو ورځو کې مې په ډاګه وویل چې مونږ باید خپل ۴۵۰۰ ځواکونه په افغانستان کې وساتو ترڅو زمونږ لپاره د بهر کیدو شرایط برابر شي.”
د آمریکا دا مخکېنی پوځي د دې په ویلو سره چې د بایډن اداره د چارو د پر مخ وړو لپاره په کړکیچونو شرایطو کې دی، زیاته یې کړه: “ د جګړې په ډګر کې هم باید ټول ګامونه په افغانستان کې زمونږ له شریکانو، د متحدو هیوادونو او اروپايي شریکانو سره په نږدې همغږۍ ترسره پورته شي.”

له دې سره هم مهاله، د اوباما د ادارې د دفاع وزیر له واشنګټن پُسټ سره په مرکه کې، د بایډن له ادارې غوښتي په افغانستان کې د حضور او یا هم آمریکايي پوځيانو د ډيریدو اټکل په صورت کې، له ناټو سره یو ځای خبرې وشي.
هغه زیاته کړه: “ لازمه ده په افغانستان کې د خپل اټکلیز حضور په اړه په ناټو کې له خپلو متحدانو سره خبرې وکړو، یا خپل اوسني ځواکونه وساتو او یا هم دا چې د دې ځواکونو شمیر لږ ډير کړو. مونږ به په افغانستان کې د یو مهال لپاره پاتې شو.”
د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ، آمریکا تر دوو راتلونکو میاشتو(د اپریل تر پایه) باید په افغانستان کې خپل پوځي حضور صفر ته ورسوي. خو د بایډن ادارې د خپلې کاري ورځې له لومړیو څخه، طالبان د دې تړون په نقض تورن کړل او د سپینې ماڼۍ له لوري یې د دوحې د هوکړه لیک له بیا کتنې خبر ورکړ.
خو طالبانو مخکې له دې، د دوحې هوکړه لیک عملي کیدو ته ځان ژمن بللی او د دې تړون هر ډول بدیل لپاره هڅه یې ناکامه بللې ده.
آرزو نیوزـــ شمس الله رحیمي

