1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د داعش ډلې د سویلي آسیا او لیرې ختیځ لپاره د داعش مشر ونیول شو

داعش
11 May 2020

د ملي امنیت عمومي ریاست په افغانستان کې د سویلي آسیا او لیرې ختیځ لپاره د داعش ډلې د مشر د نیولو خبر ورکړ.

د ملي امنیت د عمومي ریاست د خبرپاڼې پر بنست، د سویلي آسیا او لیرې ختیځ لپاره د داعش ډلې مشر، ضیاالحق مشهور په شیخ ابوعمر خراساني، د پولیسو او د دې بنسټ د ځانګړو قطعو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات د ملي امنیت په بند کې د داعش د څلورو سترو مسوولینو د اعتراض پر بنسټ ترسره شوي چې په پایله کې یې د ابوعمر خراساني ترڅنګ، د داعش د عامه اړیکو مسوول او د استخباراتو مسوول هم نیول شوي دي.