له ترهګرۍ سره د ګډو ګټو لرونکو هیوادونو د مبارزې مرکز په افغانستان کې د داعش د تازه اډو له جوړښته اندیښنه کوي.
له ترهګرۍ سره د ګډو ګټو لرونکو هیوادونو د مبارزې د مرکز مشر له ټاس روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د تازه اډو جوړښت اړوند د دې مرکز وړاند وینې تایید شوې دي او د دوې د اندیښنو لامل شوی دی.
له ترهګرۍ سره د ګډو ګټو لرونکو هیوادونو د مبارزې د مرکز مشر سرگی نوویکوف وویل: په سیمه کې د داعش نویو اډو جوړښت اړوند زمونږ وړاندې وینې تایید شوې او اوس مهال دوي غواړي هغه اډې او موضع ګانې چې په سوریه او عراق کې یې له لاسه ورکړی دي،په دې سیمه کې پیاوړې کړي.ځانګړي اندیښنه افغان داعشیانو رامنځته کړې چې د دې هیواد شمالي ولایتونو ته د لاس رسي لیوالتیا لري.
روسيه په داسي حال کې په هیواد په تیره بیا شمالي ولایتونو کې د داعش ډلې له پیاوړتیا اندیښنه کوي چې زلمي خلیل زاد په خپل ټازه ټویټ کې ویلي دي چې طالبانو د افغانستان په شمال کې د داعش په ماته کې رول درلود.
هغه زیاته کړې ده: د متحده ایالاتونو،ناټوایتلاف،افغان امنیتي ځواکونو او همدا شان د طالبان ګټور عملیات د دې لامل شول چې د خراسان داعش ځمکه او جګړه مار له لاسه ورکړي او په سل هاوو کسان هم تسلیم شي.
خو خلیل زاد په دې ټویټ کې نه ده روښانه کړې چې د داعش په ځپلو کې د طالبانو رول څرنګه وو.تر اوسه د هیواد امنیتي بنسټونو د طالبانو د رول په تړاوو څه نه دي ویلي.
د ننګرهار مومند درې او اچین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو یو نیمه میاشت مهال ونیوه او د امنیتي بنسټونو د پازوال په وینا نږدی زر داعشیان له خپلو کورنیو سره یو ځای دولتي پوځيانو ته تسلیم شول او د دې ډلې په سل هاوو جګړه مار هم وژل شوي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي