| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په افغانستان کې د داعش ډلې له فعالیته د روسیې اندیښنه
28 Aug 2019
ټرمپ د همدې اونۍ کې وویل چې هغه د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې څخه ستړی شوی او نه غواړی ۱۸ کاله نور هم په دې هیواد له کې له داعش ډلې سره په جګړه تیر کړي.
هغه همدا همدا شان افغانستان ته له نږدی هیوادونو او سیمې وغوښتل ترڅو په دې جګړه کې حضور ولري.
اوس د روسيې د بهرنیو چارو وزیر هم په دې اړه وایې چې د افغانستان پوځ په یوازیتوب سره نه شي کولای له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او مسکو افغان پوځیانو سره مرستو ته چمتو ده.
سرگئی لاوروف په مسکو کې د آرزو خبریال ته یوځل بیا ټینګار وکړ چې داعش په منځنې آسیا کې د خپل نفوذ د پراختیا په لټه ده خو مسکو له امریکا او چین سره د همکاریو په څوکاټ کې هڅه کوي ترڅو د افغانستان کړکیچ ته سیاسی حل لاره پیدا شي.
سرګیې لاوروف وویل: له امریکا او چین سره د همکاریو له څوکاټ سره هم مهاله غواړو،هند،پاکستان او ایران هم په کې شامل کړو،زمونږ هڅه داده چې د افغانستان دستونزو لپاره یوه سیاسی حل لاره پیدا کړو،اوس مهال د افغانستان پوځ په هغه حالت کې نه دي چې په خپلواکه توګه د ترهګرو پر وړاندی جګړه وکړي،د داعش ډلې پوری تړلي جګړه مار د بیلابیلو لاملونو په پایله کې د خپلو فعالیتونو د پولو په تیره بیا افغانستان کې د پراختیا په حال کې دي،هغو د ځای د پیدا کولو په هڅه دي ترڅو له همدې لارې،په منځنې آسیا کې زمونږ د ملګرو هیوادونو پر وړاندی نیغ په نیغه فعالیتونه پیل کړي.
له بلې خوا په دې ورستیو کې په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې دایمي استازي افغانستان د سیمې هیوادونو ته د د داش د رسیدو لپاره لار بللی او ټینګار یې کړی دی چې د داعش ترهګریزه هسته په دې هیواد کې ډیری په شمال او شمال ختیځ کې فعاله ده.
په ملګرو ملتونوسازمان کې د روسیې دایمي استازی گنادی کوزمین وویل : د داعش غړي په فعاله توګه هڅه کوي ترڅو افغانستان په خپلې اډې واوړوي ترڅو له هغې وروسته د سیمې نورو برخو کې نفوذ وکړي،د داعش ترهګریز جوړښت نږدی څلور زره جګړه مار دي،چې ډیری په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې ټول شوي دي،د داعش غړي د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې حضور لري،د خراسان څانګه د افغانستان په هغو سیمو کې ده چې له تاجیکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري،نږدی ۱۳۰۰ داعش جګړه مار همدلته حضور لري او په دې سیمو کې حالت خطرناکه دی.

په همدې حال کې د افغانستان دولت د داعش ډلې ځپل په خپل لومړیتوب کې بولي.
له دې ټولو سره، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې له ترهګریزو ډلو سره له دوه ګونې چلنده اندیښنې کوي او وایې چې یوشمیر لویدیز هیوادونه دد داعش پر وړاندی جګړه کې دوه چونې چلند کوي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي
