روسیه په افغانستان کې د دې هیواد د دیپلوماټانو د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلانپانې پر بنسټ، د درې نۍ په ورځ (د لیندۍ۱۱/د دسمبر ۱) کابل کې د روسیې سفارت ته څیرمه هغه مهال چاودنه وشوه چې د دې هیواد د دیپلوماټانو موټر له دې لارې تیریدو.
خبرپاڼه زیاتوي که څه هم د دې برید موخه د دیپلوماټانو د موټر مخې ته د افغان ملي امنیت ځواکونو موټر وو خو نشو کولې ووایو چې د روسیې دیپلوماټان موخه نه وو.
په خبرپاڼه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله راغلي دي هغه کارکوونکي چې په دې موټر کې وو، د سطحي مغزي ستونزوې سره مخ شوي دي.
روسیه د افغانستان حکومت څخه غواړي چې د دې پيښې په اړه بشپړې څیړنې وکړي او په افغانستان کې د روسیې د دیپلوماټانو د لا ډیر امنیت غوښتنه هم کړې ده.