د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له واکپال سره په ټلفوني اړیکه کې، د سولې د ټینګیدو او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د دې هیواد د همکارۍ ډاډ سپارلی.
د بهرنیو چارو وزارت واکپال محمد حنیف اتمر په خپله ټویټر پاڼه، له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د ټلفوني اړیکې خبر ورکړی دی. ښاغلي اتمر ویلي چې د دواړو لوریو د خبرو منځټکي هم، له کوویډ-۱۹ سره ګډه مبارزه، سوله اوامنیت او اقتصادي همکارۍ وو.
د هغه په وینا، افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې له نورو سیمه ییزو ملګریو سره د بیړني بشرپاله اوربند، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل او د حکومت او طالبانو له لورې د بندیانو خوشې کیدو اړوند په ګډه کار کوي.
ښاغلي اتمر لیکلي: افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان حکومت د ملاتړ ستاینه کوي. مونږ هوکړه کړې چې له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره یوځای د یو بیړني بشرپاله اوربند، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل او د افغانستان حکومت او طالبانو له لورې د بندیانو د خوشې کیدو لپاره کار وکړو.
د امریکا و طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک لاسلیک سره سم، په هیواد کې د جګړې د پایته رسیدو هیلې وزیږیدې؛ خو د دې هوکړې له لاسلیکه د یوې نیمې میاشتې تیریدو سره، نښتې ډیرې شوي او د خلکو ترمنځ یې نوې اندیښنې راپارولې دي.
مخکینی ولسمشر حامد کرزي هم د افغان پوځیانو او طالبانو ډلې ترمنځ د نښتو له نوې څپې اندیښنه ښودلې. هغه په یوې اعلانپاڼه کې د جګړې له ښکیلو لوریو غوښتي چې د اوسني کړکیچ د ماتولو لپاره، باید خبرې پیل او په هیواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره لار هواره کړي.
د سولې د ولسي ټولنې مشر او د طالبانو د رژیم چارواکی، سیداکبر آغا د افغانستان د سولې په لاره د اوسنیو خنډونو د کړکیچ اړوند، امریکا تورنه کړه.
هغه وویل چې امریکا د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د اوسني کړکیچ عامله ده، ځکه دې هیواد افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک د پلي کولو لپاره خپله پازه په سمه توګه نده ادا کړې.
د پنځو زرو طالب بندیانو خوشې کیدل هغه څه دي چې افغانستان ته یې د سولې راوستلو د هوکړه لیک د اجرا کیدو د ځنډ لامل شوی او امریکا هم تل د افغانستان حکومت او طالبانو له لورې د دې بهیر د چټکیدو غوښتنه کړې، خو د افغانستان دولت تل ویلي چې د دې ډلې بندیان به د جګړې لیکو ته د نه ستنیدو په شرط خوشې کړي.
له دې ټولو سره، له کړکیچ سره د خبرو اترو د بهیر مخامخیدو سره هم مهاله؛ طالبانو په دې وروستیو کې خپلو یرغلیزو بریدونو ته زور ورکړی دی او په دې وروستیو کې په بلخ، تخار، او ارزګان ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې، ۳۳ دولتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.