1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره د سیمه ییزو هڅو چټکتیا

نشست-مسکو
19 May 2020

روسیې، ایران، چین او پاکستان یو ځل بیا هوکړه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او اوربند ټینګیدو لپاره، په ګډه کار او همکاري وکړي.

 

د افغانستان لپاره د روسیې، ایران، چین او پاکستان ځانګړو استازو، په یوې ګډه آنلاین ناسته کې هوکړه وکړه چې یوې تلپاتې سولې او بشرپاله اوربند ته د افغانستان د لاسرسي په موخه ګډ کار وکړي.

د دې هیوادونو د استازو په ګډه اعلامیه کې همداراز د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی شوی او ویل شوي چې دا هوکړه کولای شي د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره ګټوره و اوسي.

په دې ناسته کې همداراز د جګړې له ښکیلو لوریو غوښتل شوي چې ژر تر ژره یو بشرپاله اوربند ته غاړه کیږدي.

د دې ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ترهګرۍ له ګواښ سره مبارزه او د القاعدې او داعش په څیر د جنګیالیو ډلو د فعالیتونو د جرړو وچولو لپاره باید جدي هڅې وشي.

په دې ګډه اعلانپاڼه کې همداراز ویل شوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر باید مسوولانه و اوسي.

له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي په یوې خبري ناسته کې، د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د وروستۍ سیاسي هوکړې اړوند خوښي ښودلې او په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره د سولې د هڅو پر چټکیدو ټینګار کړی.

ښاغلي قریشي زیاته کړه: پاکستان د ولسمشر غني او د دې هیواد د مخکیني اجرایي مشر عبدالله عبدالله د سیاسي هوکړې وروسته د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره سترګی په لار دی. دا یوه لویه بریا ده چې د لومړي پړاو اړوند یې هوکړه د قطر په دوحه کې وشوه او د امریکا حکومت او طالبان هوکړې ته ورسیدل. د بندیانو خوشې کیدل او د افغانانو ترمنځ خبرې د یو سوله ییز افغانستان لپاره دوه نور ګامونه دي.

د افغانستان د سولې د ولسي ټولنې مشر او طالبانو ته نږدې سرچینې، سیداکبرآغا، د افغانستان د سولې لپاره د سیمې د هیوادونو هوکړه، یو مثبت ګام بللی دی.

هغه آرزو ټلویزیون ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکا حضور د سیمې په ګټه ندی او دا هیوادونه د سولې لپاره د زمینې د برابرولو او د امریکا د حضور د پایته رسیدو په هڅه دي.

له دې ټولو سره، د ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي هوکړې وروسته، تمه دا ده چې د مصالحې د عالي شورا د کار د پیل او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د فرصت د رامنځته کیدو په موخه ژر تر ژره عملي ګامونه اوچت شي.