په دې وروستیو کې په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، د افغانستان له سیاستوالو سره په لیدنه کې، د روانو سیاسي لانجو پر هواري او یوې معقولې هوکړې ته په رسیدو ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د ټاکنو له کبله د سیاسي ناندرو د هواري لپاره د سیمه ییزو هڅو پر دوام، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی کابل ته راغی؛ له ولسمشر غني، محمد حنیف اتمر، حامد کرزي، عبدالله عبدالله او همداراز محمد محقق سره یې لیدلي دي.
محمد محقق په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې ایران د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د یوې معقولې او عادلانه سیاسي هوکړې غوښتونکی دی.
محمد محقق همداراز خوشبیني ښودلې چې د روانې اوونۍ ترپایه به د افغانستان سیاسي کړکیچ هوار شي.
د عبدالله عبدالله ویاند، امید میثم، آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې د سیمې د هیوادونو د منځګړیتوب له کبله هیله مندي ښودلې او ویلي چې د ارګ او سپیدار ترمنځ د لیدلوریو د نږدې والي لپاره دا هڅې اغیزمنې تمامیدای شي.
له دې سره، د ټاکنو له کبله د شته وو سیاسي ناندرو دوام، له جدي نیوکو سره مخ شوی.
د سولې د ولسي خوځښت مشر، اقبال خیبر وویل چې د روانو سیاسي ناندرو دوام، د سولې بهیر له کړکیچ سره مخ کړی او سیاستوال باید ژر تر ژره سیاسي شخړو ته د پای ټکی کیږدي.
له بلې خوا، د عبدالله عبدالله یو شمیر ملګري وایي چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافونه تر یوځایه رالږ شوي. د افغانستان د ملي پیوستون د ملي نهضت مشر، سید اسحاق ګیلاني په دې اړه وویل، چې ښاغلي عبدالله له شته حالته د بهر تلو لپاره، د منلو وړ طرحه جوړه کړې، خو د ثبات او همپالنې یو شمیر مشران د ښاغلي عبدالله له دې پریکړې سره هوکړه نلري.
له دې سره، عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینو د دې پخلی کړی چې تر دوو ورځو به د ټاکنو له کبله له سیاسي کړکیچه د بهر تلو لپاره د ښاغلي عبدالله طرحه، له محمد اشرف غني سره شریکه شي.