د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نړیوالو مرستو دوام، د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په صورت کې شونې بولي.
د مرکزي او سویلي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز، په خپله تویټر پاڼه کې لیکلي چې په دې هیواد کې اوسني سیاسي کرکیچن حالت ته په کتو د نړیوالو مرستو دوام شونی ندی.
میرمن ویلز په ډې ټوییټ کې همداشان په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړیدلو غوښتنه کړې.
له بلې خوا، د ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي کړکیچ د هواري لپاره د ولسي جرګې یو شمیر غړيو او د سیاسي مشرانو منځګریتوب، تر اوسه بی پایلې دی.
که څه هم ارګ په واکمنۍ کې د ښاغلي عبدالله د ګډون لپاره وړاندیز درلود خو سپیدار تر اوسه هم د ټاګنو پر لغوه کیدو او د ګومارنو پر ځنډیدو ټينګار لري.
په دې وروستیو کې ښاغلي عبدالله ته نږدې کس، فضل احمد معنوي په خپله تویټرپاڼه کې لیکلي چې د ارګ له لورې د ګورمانو د دوام په صورت کې به، سپیدار هم خپله کابینه اعلان کړي.
ژباړه-نجلا مایار