1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د سیاسي ناندرو له دوامه د روسیې اندیښنې

وزارت-خارجه-روسیه
10 Apr 2020

مسکو وایي چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړښت پر سر نه هوکړه،د سولې د خبرو اترو پیل پر وړاندې خنډ لامل شوې ده.

روسیه د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل او کړکیچ حل لپاره،په افغانستان کې سیاسي هوکړې ته د رسیدنې غوښتنه کړې ده.

په ظاهره توګه په افغانستان کې له ټاکنو راوتلیو سیاسي ناندرو په دې هیواد کې د ناټیکاوۍ له دوامه د سیمې هیوادونه اندیښمن کړي دي.

په دې وروستیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې هیواد کې روان سیاسي کړکیچ د یوه هراړخیز حکومت د جوړیدو او همدا شان د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل ځنډیدو لامل شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل:په کابل کې کورنی سیاسي کړکیچ دوام،په افغانستان کې د یوه داسې ټول ګډونه حکومت د جوړیدو پر وړاندې خنډ ګرځیدلی چې د ټولو غاړو او همدا شان د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وي،دا کړکیچ د سولې د خبرو اترو د ځنډیدو لامل هم شوی او په کې ښکیلې خواوو تر اوسه د بندیانو د تبادلې پر سره هوکړه نه ده کړې.د افغانستان ښکیلې سیاسي غاړې باید په ټولیزه توګه د خپلو سیاسي اختلافونو حل لپاره هڅه وکړي او د سولې خبرو اترو لپاره لار هواره کړي.

د روسیې دبهرنیو چارو وزارت همدا شان نیوکه کړې او ویلي دي چې د آمریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستنې هوکړه لیک له لاسلیک سره سره بیا هم دا هیواد د نا امنیو شاهد دی.

آغلې زاخارووا همداشان زیاته کړه:په داسې حال کې چې د فبروري په ۲۹مه نېټه د آمریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو،افغانستان د لا نا ټیکاوۍ شاهد دی،هغه هوکړه لیک چې له دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او یوه سوله ییز بهیر لپاره چې د جګړو ښکیلو خواوو د هغو نښتو دریدو لپاره لار هواروي چې په پایله کې یې ولسي کسان وژل کیږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په تیرو دوو ورځو کې دافغانستان حکومت دوه سوه طالب بندیان له بګران بندخونې خوشې کړل او اعلان یې وکړ چې د دې کسانو خوشې کیدنه جګړو ته د هغوي نه ګرځیدو له مخ آړ او د هغوي عمر،د بند مهال او روغتیا ته په کتو ترسره شوې ده،خو طالبانو بیا ویلي دي چې د بندیانو خوشې کیدنه له آمریکا سره د دې ډلې د هوکړه لیک پر بنسټ نه ده او د بندیانو هرډول خوشې کیدنه دوی پورې اړه نه لري.

د پنځه زره طالب بندیانو او زر افغان امنیتي ځواکونو خوشې کیدنه،افغانستان ته د سولې راوستنې هوکړه لیک له مهمو برخو څخه دي.