1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د سیلاوونو د قربانیانو شمیر ۱۵۳ تنو ته ورسید

105311-782253616
27 Aug 2020

طبیعي پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د سیلاوونو له کبله د ګیر پاتې شووی کسانو د ژغورنې عملیات له پرون راهیسې پيل شوي او د تلفاتو د شمیر د ډیریدو اټکل شتون لري.

 

د هیواد په دیارلسو ولایتونو کې د وروستیو سیلاوونو په پایله کې د مرګ ژوبلې شمیر په ډیریدو دی.

طبیعي پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت لومړنۍ شمیرنې ښيي چې د هیواد د ۱۳ ولایتونو له منځه په اوو ولایتونو کې سیلاوونو د ۱۵۳ تنو ژوند اخیستې او له ۲۰۰ تنو ډیر یې ټپیان کړي.

طبیعي پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت د وزارت مرستیال، محمد قاسم حیدري، نن (پنځنۍ، وږي شپږمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل: په پروان ولایت کې د دې پيښې په پایله کې د لږ تر لږه ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د کابل په سروبي کې ۱۹ تنو، په کاپیسا کې ۱۹ تنو، په میدان وردک کې ۷ تنو، په پنجشیر کې ۳ تنو، په ننګرهار کې دوو تنو او په پکتیا کې هم یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی.

خو هغه وویل چې دا شمیر د بدلیدو په حال کی دی.

طبیعي پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند، احمد تمیم عظیمي په دې ناسته کې وویل چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ، دې پيښه کې پراخ مالي تاوان هم اوښتی دی.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې په پروان ولایت کې نږدې ۱۰۰۰ سیلاو ځپلې کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او د دې طبیعي پيښو د قربانیانو له کورنیو سره د مرستو بهیر له پرون راهیسې دوام لري.

په داسې حال کې چې حکومت د تیرې ورځې (څلورنۍ) د مازدیګر له ۵ بجو راهیسې د ګیر پاتې شویو کسانو د ژغورنې د عملیاتو د پیل خبر ورکوي خو د یو شمیر قربانیانو کورنۍ، د خاورو له لاندې د دوی د خپلوانو د مړیو د بهر کولو لپاره د حکومت په کم کارۍ نیوکه کوي.

په هیواد او په ځانګړې توګه په پروان ولایت کې د سختو سیلاوونو راوتل، بېساري بللې شوي.

په همدې حال کې، ولسمشر غني د چاریکار د کانال د بیارغاونې او زیانمنو کورنیو ته په جدي رسیدنې ټینګار کړی او له مالیې وزارت څخه یې غوښتي چې د دې کانال د جوړیدو بودیجه چمتو کړي.

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو، ۲۵ او په ځانګړې توګه ختیځ، سویل ختیځ او مرکزي ولایتونه د طبیعي پيښو له لوړو ګواښونو سره مخامخ دي.