1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې د ډیروالي په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنه

2019-10-07t144930z_1975933336_rc1b86454560_rtrmadp_3_afghanistan-blast
19 May 2020

د ملګرو ملتونو سازمان ‎په تیره یوه  میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو له خوا د عامو وګړو د مرګ ژوبلې د ډیروالي په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د دې بنسټ د یوه نوي ګزارش له مخې، د طالبانو د بریدونو په پایله کې په تیره یوه میاشت کې ۲۰۷ ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۲۵ سلنه ډیروالې ښيي.

د دې ګزارش پر بنسټ، د امنیتي ځواکونو له خوا هم د ملکي وګړو مرګ ژوبله د روان کال په اپریل میاشت کې ۱۷۲ تنو ته رسیږي چې د ۲۰۱۹ کال  د اپریل میاشتې په پرتله ۳۸ سلنه ډیر شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ یوې اعلانپاڼه کې د جګړو ژر تر ژره دریدو او دواړو لوریو ترمنځ سولې خبرو اترو د پيل غوښتنه کړې ده.