اروپایي ټولنه وایي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له ډیریدو په کلکه اندیښمن دی.
دی ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی ودروي او ژر تر ژره اوربند اعلان کړي.
دا بنسټ، د سولې نړیوالی ورځې په مناسبت ویلي چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې د تاوتریخوالي له ډیریدو په ځانګړې ټوګه د عام وګړو له مرګ ژوبلې اندیښمن دي.
اروپایي ټولنه په افغانستان کې د تاوتریخوالي له ډیریدو په داسې حال کې اندیښنه څرګندوي چې په تیرو څو ورځو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې سختې نښټې روانې دي او پکې ډیرې عامو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په تیرو دوه اوونیو کې د طالبانو په بریدونو کې نږدې سل عام وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت طارق آرین وایي د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې، ۲۳۰ عام وګړي ټپیان شوي هم دي.
خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.