1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنې زیاتوالی

کشاورزان-افغان-جدا-کردن-پوسته-شل-از-برداشت-گندم
25 Jun 2019

په روان یږدیز کال کې په افغانستان کې د غنمو حاصلات ۴۲ سلنه زیات شوی دی.

دکرنۍ او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمی وایې چې ددې وزارت څيړنې ښیې چې د سږکال تر پایه به د للمې او په اوبو کرل شویو غنمو حاصلات څه دپاسه پنځه میلیون مټریک ټنو ته ورسیږي.

ددې ادارې پازوال وایې چې په روان کال کې د غنمو حاصلات په تیرو اتلسو کالونو کې بی ساری وو.

دکرني وزارت د شمیرنو پر بنسټ هر کال هیواد ته ۲،۵ میلیونه ټنه غنم او اوړه راوړل کیږي،خو که چیري د غنمو حاصلات همدا شان زیات شي تر راتلونکو دریو کالونو به افغانستان د غنمو د تولید له اړخه ځان بسیا ته ورسیږي.

ښاغلی رستمي زیاته کړه په روان کال کې ۳،۳ میلیون هکتاره ځمکه غنم کرل شوې ده،په داسي حال کې چې تیر کال بیا دا شمیرنه ۲،۲ میلیون هکتاره ځمکې ته رسیده.

تیر کال وچکالۍ په هیواد کې ډیری غلو ته تاوان اړولی وو چې په دې کال کې د غنمو دتولید کچه په هیواد کې ۳،۵ میلیونه ټنو ته رسیدلې وه.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي