روسیې تل له سیاسی لارې د افغانستانا د نا امنیو د کړکیچ پر حل ټینګار کړی دی.
دلته په مسکو کې د والدای په ۱۶ مې کلنۍ ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاورورف د افغانستان پر وړاندې د لویدیزو هیوادونو له سیاستونو څخه نیوکه کوي.
ښاغلي لاوروف وویل:زمونږ د لویدیزو سیالانو د ویناوو په اړه چې وایې روسیه د لویدیز د کمزوری کیدو په لټه ده،تاسی پوهیږي دا د لویدیزو هیوادونو اقدامونه دي چې د دوی د کمزورتیا لامل کیږي،افغانستان د دې سکالې د روښانیدو لپاره یوه ښه بیلګه ده،دوی شل کاله هڅه وکړه ترڅو په دې هیواد کې نظم راولي خو د دې کالونو په تیریدو سره یې یوازی ناکامۍ په برخه شوه.ښاغلی کرزی ښه پوهیږي چې زما موخه څه ده.
ښاغلي لاوروف همدا شان دخبرو اترو له لارې د هیواد د نا امنیو د کړکیچ حل لپاره د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامدکرزي هڅې چي په دې نتاسته کې حضور لري ستایلې دي.
تمه ده په روانې میاشت کې روسیه د چین او امریکه د استازو په حضور سره یوه ناسته ترسره کړي.
له بلې خوا په ظاهره توګه امریکا له طالبانو سره د خبرو اترو بیا پیل په هڅه ده له همدې کبله زلمی خلیل زاد او د طالبانو پلاوي د درې نۍ او څلور نۍ په ورځو کې اسلام آباد ته تللی دی.
خو یوشمیر قانون جوړونکي په دې اند دي چې دسولې ټینګښت یوازی د افغانانو او طالبانو ترمنځ خبرو اترو له لارې شونې ده.
تر اوسه لا روښانه نه ده چې امریکایې پلاوي به په اسلام آباد کې د طالبانو له استازو سره لیدنه کړې وي او که څنګه؟خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له استازو سره په لیدنه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره یوه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې او افغان حکومت او طالبان دې دا مهال له لاسه نه ورکوي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي