1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د ماین چاودنو له ډیریدو د یوناما اندیښنه

انفجار-ماین
30 Sep 2020

یواځې په تیره یوه میاشت کې، سل ملکي وګړي د ماین چاودنو په پایله کې مړه او ټپیان شوي دي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ یا یوناما له دې سکالې اندیښنه ښودلې او د ماینونو د نه ګټنې غوښتنه یې کړې او ویلي چې د دې حالت دوام، د سولې لار له ستونزو سره مخامخوي.

دې سازمان په یوې اعلانپاڼه کې په دایکندي ولایت کې د ماین چاودنې پایله کې د څلورو ملکي وګړو د مړینې په غبرګون کې ویلي چې له دې ماینونو ګټنه باید ودرول شي او ددې حالت دوام، د سولې بهیر ته تاوان رسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: د پرسونل ضد ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي چې په معموله توګه هغه کورنۍ چې په خپلو لیږدوونکو واسطو کې په سفر وي، وژني او ټپي کوي. یواځې په اګسټ میاشت کې ۱۰۰ ملکي وګړو ته د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې په پایله کې مرګ ژوبله اوښتې. د ناقانونه ځای پر ځای شویو ماینونو ګټنه ودروئ. دا سولې لپاره لار نده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي هم په دې تړاو وویل: د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي دوام او ډیروالی، د افغانستان د خلکو لپاره د سولې لرلید څه نا څه زیانمنوي. له دې بهیر څخه د خلکو هیله دا ده چې د تاوتریخوالي پایته رسیدل، اوربند وویني او سوله لمس کړي.

یو شمیر قانون جوړوونکي هم هیوادوال هم د جګړې له ښکلیو لوریو غواړي چې له جګړو لاس په سر او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د ولس غوښتنې ته چې اوربند دی، غاړه کیږدي.

په وروستیو میاشتو کې د واټ تر غاړې او مقناطیسي ماینونو چاودنې ډیرې شوي او نن سحار هم کابل د یوه ماین د چاودنې شاهد وو چې په پایله کې یې دوه پوځیان ټپیان شول.

دا اندیښنې په داسې حال کې کیږي چې مخکې له دې د کورنیو چارو وزارت په تیرو شپږو میاشتو کې د طالب جنګیالیو د فعالیتونو په پایله کې د نږدې ۳۵۰۰ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.

طالبانو تراوسه په دې تړاو غبرګون ندی ښودلی.