دې پوځي د آسترالیا یوې خبري شبکې ته ویلي چې په افغانستان کې د خپلو همکارانو له لورې د درییو بې وسلو وګړو د وژنې شاهد پاتی شوی.
په افغانستان کې د آسترالیا د هوايي ځواک مخکیني غړي، برادین چپمن، د اې بي سي شبکې د څلورو څنډو برنامه کې ویلي چې په افغانستان کې د دې هیواد د ماموریت پرمهال، د خپلو همکارانو له لورې د بې وسلو خلکو د ګڼو وژنو شاهد وو.
هغه چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته واستول شو، د پټو وژنو په نوم یې مستند ګزارش کې ویلي چې د پلي ګرځیدو پرمهال د خپلو همکارانو له لورې یې وژنې لیدلي دي.
دې مخکیني پوځي زیاته کړې: “تاسې نشئ کولای په بې وسلو خلکو ډزې وکړئ او نوم یې وژنه کښې نږدئ. د خپلو همکارانو له لورې د بې وسلو خلکو وژنو، زه سخت اغیزمن او خپه کولم.“
دې مخکینی آسترالیایي پوځي د خپلو خبرو په بلې برخه کې ویلي چې همکارانو یې یو بل کس د دې ترڅنګ چې لاسونه یې اوچت نیولی وو، وواژه.
چپمن زیاته کړه: “کله چې دې کس ته نږدې شوو، هغه ډیر ژر جیب ته لاس یووړ او مبایل یې بیرون واچاوه او وروسته ودرید. لاسونه یې اوچت کړل او په خپل ځای ودرید. کله چې هغه ته نږدې شوو، یو همکار مې پر هغه دوه ځلي ډزې وکړې. یوه یې په سینه او بله یې په سر. هغه مهال د دې پيښې له ۵ څخه تر ۱۰ مترۍ واټن کې وم.“
د آسترالیا د دفاع وزیرې په یوې بیانیه کې ویلي چې د دې پيښې په لیدو سخته خپه شوې ده.
د آسترالیا د دفاع وزیرې، رنډا رینولدس ویلي: زه د هغه څه په اړه چې اې بي سي شبکې د څلورو څنډو برنامې له لارې خپاره شول، سخته خپه شوم. زه د آسترالیا د دفاعي ځواکونو د ځانګړي څیړونکي له لورې د دې پيښې د ژر څیړنې غوښتنه لرم.
په داسې حال کې په افغانستان کې د آسترالیایي ځواکونو له لورې د جرمونو له ترسره کیدو پرده پورته کیږي، چې په دې وروستیو کې د جزا نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جنایي جګړو د څیړنو سپارښتنه کړې ده.