د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په افغانستان کې د موخه ییزو وژنو د بیړني غوښتنه کړې ده.
د دې شورا غړو د یوې اعلانپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې بریدونو کې ملکي کارکوونکي، قضايي چارواکي،رسنیزفعالان، روغتیايي او بشري کارکوونکي موخه ګرځيدلي چې ښځې، د بشرحقونو مدافعان او قومي او دیني لږکي هم په کې شامل دي.
دې شورا همدا راز عدالت ته د دې پیښو د عاملینو د کاږلو غوښتنه هم کړې ده.
د دې شورا په اعلانپاڼه کې همدا راز د سولې خبرو اترو له مرکچې پلاویو هم غوښتل شوي چې د ملکي کسانو ساتنې په ګډون د نړیوالو بشرپالو قوانینو پر بنسټ دې خپل پازه وساتي.
په داسې حال کې چې د طالبانو ډلې په موخه ییزو وژنو کې خپل لاس لرل رد کړي دي خو حکومت بیا دا بریدونه د دې ډلې کار بولي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه په هرات ولایت د یوه موټربم چاودنې شاهد وو چې په کې اتو تنو ژوند بایللی او ۵۳ تنه هم ټپیان شوي دي.