ینس سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په پای کې وایي چې دا سازمان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او خپل حضور هم د هغه پر بنسټ تنظیموي.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه: “ناټو د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او خپل حضور هم پر دې بنسټ تنظیموي. په داسې حال کې چې امریکا ۲۵۰۰ تنو ته د خپلو ځواکونو د شمیر د کمولو پریکړه کړې، ناټو خپل روزنیز ماموریت ته همداراز دوام ورکوي. په دې هیواد کې زمونږ نیمایي ځواکونه امریکایي ندي.”
خو ناټو لا هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بهر کولو یا پاتې کیدو اړوند پریکړه نده کړې.
د ناټو لوی منشي په دې تړاو وویل: “مونږ باید راتلونکی کال د شرایطو پر بنسټ د خپلو ځواکونو د کمولو اړوند پریکړه کوو یا دا چې په ټوله کې افغانستان څخه ووځو. دا پریکړه باید د ناټو له ټولو متحدینو سره د سلاوو پر بنسټ ونیسو. په فبرورۍ میاشت کې د ناټو د دفاع وزیرانو ناسته به یوه مهمه ناسته وي.”
که څه هم په هیواد کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې په ډیریدو دی، خو د ناټو لوی منشي له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی لږ کړي او اوربند د افغانانو ترمنځ په خبرو کې شامل کړي.
هغه همداراز وویل: “مونږ پر طالبانو غږ کوو چې تاوتریخوالی لږ کړي. دا لومړی ګام دی. که وغواړو د تلپاتې سولې یوه هوکړه ولرو، اوربند باید د هغه یوه برخه اوسي. د تاوتریخوالي کمښت باید په لومړي ګام کې اوسي. جامع اوربند باید د افغانانو ترمنځ په خبرو کې ګډ شي.”
اوس مهال په دوحه کې خبرې له کړکیچ سره مخامخې شوې دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی هم دوحې ته تللی او تمه ده د افغانستان دولت او طالبانو ډلې له استازو سره د سولې په خبرو کې د وروستیو پرمختګونو په تړاو خبرې وکړي.