1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د نږدې یو میلیون ماشومانو د مړینې د اټکل هیښتیا

photo_2019-05-26_15-04-48
21 Jan 2021

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل نوي ګزارش کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال زیږدیځ کال کې، په افغانستان کې د خوارځواکۍ له کبله د نږدې یو میلیون ماشومانو د مړینې اټکل شتون لري.

 

د دې بنسټ په ګزارش کې راغلي چې په نیستمنو کورنیو د کرونا ویروس د اغیزو له کبله، د هرې میاشتې په تیریدو سره په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې شمیرنه په لوړیدو ده.

د دې ګزارش پر بنسټ، له هرو لسو نیستمنو ماشومانو، پنځه ماشومان د سختې او نه ستنیدونکې خوارځواکۍ نښې نښانې ښایي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق همداراز ویلي چې په راتلونکو دولسو میاشتو کې به په افغانستان کې نږدې یو میلیون ماشومان تلف شي چې د تیر کال په پرتله د ماشومانو د تلفاتو ۳۰ سلنه ډیروالی ښيي.

حکومت تراوسه د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ د صندوق د ګزارش اړوند څه ندي ویلي.