د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې د ټاپي پروژې ټولې فني، اداري او قانوني ستونزې هوارې شوې دي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفي وایي چې په هیواد کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل پر وړاندې ټولې فني، اداري او قانوني ستونزې هواروې شوي او تمه ده د دې پروژې عملي کار په روان زیږدیځ کال کې له هرات ولایت څخه پیل شي.
د هغه په وینا، د دې پروژې د عملي کار پیلیدو سره، د هیواد پنځه ولایتونه او ۱۹۷ کلي به د دې له ګټو برخه من شي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند، همداراز د جوزجان له مرکز شبرغان ښار څخه تر مزارشریف ښاره د ۹۴.۵ کیلومتره ګازو نل لیکې د جوړولو د کار خبر ورکړ.
د هغه په وینا، د ګازو دا نل لیکه به د ۵۰ میګاواټه حرارتي بریښنا وړتیا ولري چې کار به یې تر درییو میاشتو بشپړ شي.
یو شمیر اقتصادي شنونکي بیا جګړه، ناکرارۍ او فساد د لویو اقتصادي پروژو د پلي کیدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه یادوي.
د اقتصادي چارو شنونکي، شبیر بشیري آرزو ټلویزیون ته وویل: له شکه پرته چې جګړه او ناکرارۍ د دې پروژو په نه پلي کیدو خپله اغیزه لري، خو د دې پروژو عملي کیدل، د کانونو او پترولیم وزارت ژمنو پورې تړلې ده.
بل اقتصادي شنونکي، عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وویل چې حکومت باید د ټاپي پروژې اړوند د سیمې اندیښنې له منځه یوسي چې د دې پروژې عملي چارې پیل شي.
د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د دې پروژې د څلورو ګډونوالو هیوادونو، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند له لورې پرانیستل شوه.
د عملي کال له پیل او د هیواد له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو نل لیکې لیږد سره؛ افغانستان هر کال د ګازو بسیا ګټنې ترڅنګ، له ۴۰۰ میلیون ډالرو ډير د ټرانزیټ حق ترلاسه کوي.