1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د پولیو واکسین د سراسري کمپاین پیل

Untitled
29 Mar 2021

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په دې کمپاین کې، په ټول افغانستان کې تر پنځو کلونو ټیټ ۹.۶ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین کیږي.

 

د عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ نن (دوه نۍ، وري نهمه)، په هیواد کې د پولیو سراسري کمپاین پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت واکپال، وحید مجروح د دې کمپاین په پیل کې، د دې برنامې موخه په هیواد کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړل وبلل او زیاته یې کړه چې تمه ده په دې کمپاین کې، له پنځو کلونو ټیټ ۹.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.

هغه د د ېپه ویلو سره چې د پولیو د لمنځه وړلو لپاره هڅې ګړندۍ دي، ټینګار وکړ چې د هیواد په ځینو برخو کې د مخالفینو له لورې کور په کور د واکسین د پلي کیدو مخنیوی د بولیو ویروس پر وړاندې د ماشومانو د معافیتي تشې د رامنځته کیدو لامل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په هر کمپاین کې نږدې درې میلیونه ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي چې دا په هیواد کې د بولیو ناروغۍ د ډیریدو لامل شوی دی.

ښاغلي مجروح همداراز په ټول هیواد کې د دې واکسین د پلي کیدو لپاره د دولت د وسله والو مخالفینو د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

په همدې حال کې، د روغتیا نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ماشومانو د فلج د پيښو ثبتیدل د اندیښنې وړ بولي او د جګړې له لوریو غواړي چې په هیواد کې د روغتیايي بنسټونو د فعالیتونو بې پرې والي ته درناوی وکړي.

به افغانستان د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډیویډ لي په دې تړاو وویل: “حیاتي واکسینونه او ماشومانو ته نورې اساسي روغتیايي چوپړتیاوې، د پولیو او د نورو ناروغیو د خپریدو د مخنیوي یوازینۍ لار ده. ټول ښکیل لوري باید د روغتیایي فعالیتونو بې پرې والي ته درناوی وکړي.”

په تیر یوه زیږدیز کال کې، د لومړني ډول شپږ پنځوس او د نوې بڼې ۳۰۰ پولیو مثبتې پيښې په هیواد کې ثبت شوې دي. افغانستان او پاکستان هغه هیوادونه دي چې په هغه کې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نده تللې.

به افغانستان کې د یونیسف د استازي مرستیالې، لیس اکنګا په دې تړاو وویل: “د یونیسف دفتر په افغانستان کې د پولیو لمنځه وړلو ته ژمن دی او غواړي چې په افغانستان کې هر ماشوم لپاره د ښه ژوند د پیل شونتیاوې برابرې کړي.”

له دې ټولو سره، د روغتیایي سکټور پازوال باور لري چې د پولیو کور په کور کمپایل ترسره کیدو سره، کولای شي له ۹۰ سلنه ډیر ماشومان د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې راولي.