1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د ډي ان اې د معاینو د تشخیص د مرکز فعالیدل

134
27 Jan 2020

په لومړي ځل لپاره، د هیواد د روغتیا وزارت وتوانید چې د ډي ان اې د معاینو د تشخیص مرکز فعاله کړي.

د روغتیا وزارت په هیواد کې د دې برخې د فعالیدو موخه د جنایي جرمونو د کچې تیتوالی، د کسانو او سوزیدلیو مړيو د هویت پيژندنې او جنتیکي سکالو لپاره مهم او ګټه ور بولي.

د عامې روغتیا د وزارت چارواکي وایي، د ډي ان اې د مرګز په جوړیدو پنځوس میلیونه افغانۍ لګول شوي دي.

مخکې له دې د ډي ان اې  معاینې له هیواده بهر ترسره کیدې او نږدې دوه میاشتې به یې مهال نیوه چې د آزمایښت پایله د روغتیاپالانو لاس ته ورسیږي. هغه څه چې په څارنوالیو کې هم د قضایي دوسیو د څیړلو بهیر له ځنډ سره مخامخ کاوه.

اوس مهال قضایي او عدلي بڼسټونه د دې مرکز جوړیدل د جنایي جرمونو د کچې ټیټیدو لپاره مهم ګڼي.

په همدې حال کې د حکومت اجرایي مشر په دې بڼسټ کې د کسانو په نه لاس وهنې او د دې بڼسټ پر خپلواکۍ ټینګار کړی دی.

تمه ده په لومړي کال کې په دې مرکز کې، یواځې د ډي ان اې په ګټنې د ولدیت د ثابتیدو معاینات ترسره شي او په راتلونکو کلونو کې، په دې مرکز کې به نورې پرمختللې معاینې هم ترسره شي.

آرزو نیوز- نجلا مایار