په کابل کې د کاناډا سفیر دیف متکف او د آسټرالیا سفیر جفري توت په یوې ګډه اعلانپاڼه کې، په افغانستان کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو او اغیزمنیدو له کبله اندیښنه ښودلې.
په دې اعلانپاڼه کې چې نن (پنځنۍ، چنګاښ۱۹/جولای نهمه)، خپره شوه، راغلي: ”مونږ ژوره اندیښنه لرو چې د طالبانو له لورې د امنیتي سرتیرو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه، د سولې لپاره د خلکو د پخوانۍ هیلې پر وړاندې ګواښ دی.”
د دې اعلانپاڼې پر بنسټ؛ د طالبانو له لورې چې ځان د افغانستان د خلکو د یوې برخې ستازولۍ ادعا کوي، دا ډول تاوتریخوالی، نهیلی کوونکی دی. د طالبانو ډله باید تاوتریخوالی لږ کړي او ډیر د سولې په خبرو ځیرنه ولري.
د کاناډا او آسټرالیا سفارتونو په هیواد کې وروستیو چاودنو ته هم ګوتڅنډنه کړې او ویلي: پر دیني مشرانو، روغتیايي کارکوونکو، د بشر حقونو په مدافعینو او د عدلي بنسټونو په کارکوونکو وروستي بریدونه، کرکه زیږوونکي دي. هغو کسانو چې دا جنایت ترسره کړې، په ښکاره ډول آزاده بیان د مخنیوي هوډ درلود. مونږ ډاډمن یوو چې افغانان خپل غږ چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره د ګډې موخې د ترلاسه کولو په موخه دی، نه ټپوي.
د کاناډا او آسټرالیا ګډه اعلانپاڼه په داسې حال کې طالبان د تاوتریخوالي کمولو او د اوربند اعلانولو ته بولي چې دې ډلې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونه ډیر کړي دي.