د عامې روغتیا وزارت واکپال وحیدالله مجروح د ولایتونو د عامې روغتیا د ریاستونو له مشرانو ، دروغتیایي چوپړتیاو د وړاندې کوونکو موسسو له استازو او د دې وزارت د روغتیايي ادارو له پازوال سره په یوې ناسته کې د کرونا ویروس د درییمې څپې د خپریدو مخنیوي په برخه کې پر جدي تابیاو ټینګار کړی دی.
ښاغلي مجروح د اړوندو ادارو پازوال ته سپارښتنه کړې ترڅو په ولایتونو او مرکز کې د آکسیجن د شرکتونو د تولید وړتیا وڅيړي.
د عامې روغتیا وزارت واکپال همدا شان د دې ادارو له پازوال څخه وغوښتل ترڅو خصوصي روغتونونو کې د کرونا ویروس د تشخیص کیټونو ځانګړی کولو، روغتیايي کارکوونکو د تنخواو ورکولو او د اړتیا په صورت کې په لابراتوارونو کې د نویو کارکوونکو ګمارنې په برخه کې جدي اقدام وکړي.
له بلې خوا، په دې ناسته کې افغانستان ته د هند د الوتنو، د پاکستان او ایران په
پولو کې د ګڼه ګوڼو مخنیوي، په شپه ګرځيدو بندیځ لګول، له ګڼه ګوڼو مخنیوي، او بیړنیو کمېټو پر فعاله کولو ټینګار شوی او د عامې روغتیا وزارت واکپال وویل دا سکاله به د دولت له مشرتابه سره هم د پریکړې نیونې لپاره شریکه کړې.