په هرات او دایکندي ولایتونو کې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس پنځه مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، په هرات ولایت کې د کرونا ویروس څلور او په دایکندي کې یوه مثبته پيښه ثبت شوې ده.
له دې پنځه پیښو ثبتیدو سره، په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شویو ټولیز شمیر ۱۶ پیښو ته رسیدلی دی.
تر اوسه په هرات کې لس پیښې، په سمنګان کې درې پیښې او په بلخ، کاپیسا او دایکندي ولایتونو کې یوه-یوه پیښه ثبت شوې ده.
د روغتیا وزارت وایي چې ۵۶ شکمنې پیښې همداشان د څیړنې لاندې دي.
په همدې حال کې ولسمشر غني په هیواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې په جدي مبارزې ټینګار وکړ.
ښاغلي غني د هرات، نیمروز، سمنګان، بلخ، کاپیسا او کابل ولایتونو له والیانو سره په ویډیویي کنفرانس کې د رسنیو، دیني عالمانو او روغتیایي کارپوهانو په وسیله د پوهاوي لپاره د لازمو ګامونود اوچتیدو غوښتونکی شو.
حکومت همداشان د ۱۳۹۹ کال د اوري تر ۳۰ نیټې په هیواد کې ټول دولتي او خصوصي ښوونیز مرکزونه وځنډول.
له بلې خوا، په بلخ کې د کرونا د یوې مثبتې پیښې له ثبت وروسته، په تازه ګې سره د کفایت هټۍ والو د دې هټېو تولې برخې ضد عفوني کړې او د مزارشریف د لویو پلورنځیو د ضد عفوني بهیر هم پیل شو.
په همدې حال کې، د بغلان د پولیسو د قومندانۍ د روغتیا آمریت، په پلخمري ښار کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي او د روغتیا د په پام کې نیول کیدو په موخه، په دې ښار کې د پوهاوي لس زره پاڼې ویشلي دي.
ژباړه: نجلامایار