1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د کرونا مثبتو پیښو شمیر ۱۱۰ ته ورسید

کرونا
28 Mar 2020

په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتو پیښو شمیر ۱۱۰ ته لوړ شو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي چې په هرات ولایت کې د ۴۸ شکمنو کسانو له ډلې، د ۳۴ کسانو آزمایښت منفي او ۱۴ نورو بیا مثبت وو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په وینا، له نویو پیښو څخه، یوولس پیښې په هرات او درې پیښې بیا په فراه کې دي، چې له دې څوارلسو نویو پيښو سره، په هیواد کې د کوویډ ۱۹ د مثبتو پيښو ټولیز شمیر ۱۱۰ ته ورسید.

د کرونا ویروس د ۱۱۰ مثبتو پیښو تر منځ، د غوڅ ملاتړ څلور ځواکونو هم شامل دي.