1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د کرونا ویروس؛ ۱۹۰ نوې پيښې ثبت شوې

کرونا
04 May 2020

د کرونا ویروس چې په افغانستان کې ورځ تر بلې په ډیریدو دی او په تیرو ۲۴ ګړیو کې د ۱۹۰ نویو پيښو ثبتیدو سره، په هیواد کې په دې ویروس د اخته کسانو شمیر دوه زره او ۸۹۴ ته ورسید.

 

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي چوپړتیاوو د وړاندې کولو د چارو مرستیال، وحید مجروح نن (دوه نۍ، غوایي ۱۵/مې۴)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې نوې پيښې؛ په پکتیا کې ۴۲، هرات ۳۰، کندهار۲۵، کابل ۲۴، بلخ ۱۷، ننګرهار ۱۳، لغمان یوولس، سمنګان ۹ مورد، سرپل شپږ، کنر پنځه، زابل درې، پکتیا دوه، او په نیمروز، هلمند، ارزگان و خوست ولایتونو کې هم یوه-یوه پيښه ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هیواد کې په کوویډ نوولس ۵۲ تنه اخته کسان روغ وشي او پنځه تنه نورو هم مړه شوي چې له دې سره د روغ شویو شمیر ۳۹۷ تنو او د مړو شمیر ۹۰ تنو ته ورسید.

له بلې خوا، دا وزارت د کرونا ویروس د ازمیښت بهیر د چټکولو لپاره د تشخیصي ازمیښتځایونو د وړتیا د لوړوالي خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو د چارو مرستیال ټینګار وکړ چې تراوسه په هیواد کې د کرونا ویروس اووه تشخیصي ازمیښتځایونه فعاله دي او دا بنسټ په پام کې لري چې تر اتو میاشتو نور ازمیښتځایونه هم جوړ کړ.ي

تمه ده نوي ازمیښتځایونه، یو-یو په کندز او خوست او درې ازمیښتځایونه هم په کابل کې جوړ شي.

له بلې خوا په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر په دې ناسته کې له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دې بنسټ د مرستو د دوام ډاډ ورکړ. هغه زیاته کړه دا بنسټ د کرونا ازمیښتځایونو ته د روغتیايي تجهیزاتو د سپارلو په برخه کې چمتو دی.

له دې سره، د روغتیا وزارت مرستیال له ټولو هیوادوالو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ګواښونو د له پامه غورځولو او د هیوادوالو له لورې د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نه نیولو له کبله نیوکه وکړه.

د روغتیا وزارت همداراز هیښتیا ورکړه چې روغتیايي کارکوونکي او هیڅ پرمختللي روغتیايي تجهیزات د کرونا ویروس مخنیوی نشي کولای؛ خو دا چې هیوادوال له راټولیدنو او نااړینو تګ را تګونو ډډه وکړي.